' ښايي د ټاکنو په اوسنیو پایلو کې بدلون راشي '

د انځور حقوق IEC
Image caption مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غنی احمد زي دواړو په ټاکنو کې د روڼتیا غوښتنه کړې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د نورو رایو له شمېرلو او د نویو پایلو په ډاګه کولو سره ښايي د ټاکنو په اوسنیو پایلو کې ادلون بدلون راشي.

کمیسیون له ټولو نوماندانو وغوښتل چې د رایو راتلونکو پایلو ته په تمه پاتې شي.

په ولسمشریزو ټاکنو کې دویم مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي د ټاکنو پر کمیسیون غږ وکړ چې د کلپو او پاکو رایو تر ارزونې وړاندې دې د نورو پایلو له اعلانولو ډډه وکړي.

د ولسمشریزو ټاکنو له نورو نوماندانو نه د ښاغلي احمدزي غوښتنه دا وه چې په ټاکنو کې د درغلیو او ټګیو برګیو پر ضد سره یو موټی شي.

محمود کوچی خپل راپور کې کاږي، د افغانستان د ټاکنو کمیسیون په ولسمشریزو ټاکنو کې د دویمې برخې پایلو له معلومیدو ټیک یوه ورځ وروسته چې له مخې یې عبدالله عبدالله تر ټولو نورو هغو مخکښ وپیژندل شو اعلان وکړ ، چې ښايي په ډاګه شوې پایلو کې ښکته پورته راشي.

د کمیسیون سرچینې وايي چې د وري د شپاړسمې نیټې ټاکنو ۹۳ سلنه ټاکنیزې پاڼې د دوی په سیستم کې ګډې شوي او د ۱۳ولایتونو له ډلې چې هلته د بیا شمېرنې سپارښتنه شوې وه، د شپږو بیا شمېرنه بشپړه شوې ده.

دا رنګه د کمیسیون د چارواکو په خبره د ۱۴۰۰ ټاکنیزو محلونو تفتیش شوی، چې تر اوسه یې د ۴۶۶ مرکزونو رایې بیا شمېرل شوی دي.

د کمیسیون ویاند نور محمد نور وویل چې ښايي د نورو پایلو په اعلانیدو سره دغه پایلې ډېرې ښکته پورته شي.

کله چې په ټاکنو کې د پایلو دویمه برخه په ډاګه شوه، ورسره جوخت د درغلیو او په ټاکنو کې د ټګیو برګیو خبرو هم زور واخیست.

که څه هم چې د ټاکنو دوو مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غنی احمد زي دواړو په ټاکنو کې د روڼتیا غوښتنه کړې، خو شاغلي احمدزي د ټاکنو پر کمیسیون غږ وکړ تر هغې چې کلپې او پاکې رایې سره چاڼ شوې نه وي د نورو پایلو له اعلانولو دې ډډه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې مهاله شاوخوا درې نیم میلیونه رایې چې د ټولو هغو ۵۰ سلنه جوړیږي اعلان کړي دي، کمیسیون وايي چې په دغو ټاکنو کې لږ تر لږه اووه ملیونو خلکو خپلې رایې کارولي دي.

خو له په ډاګه شویو رایو داسې معلومیږي چې تر اوسه پورې یو نوماند هم نه دی توانیدلی چې له ۵۰ سلنې پورته رایې خپلې کړي.

د ټاکنو کمیسیون لا له وړاندې ویلي و، که چېرې ټاکنې دویم پړاو ته غځیږي نو دوی له تخنیکی او لوژیستیکی پلوه ورته پوره، پوره چمتوالی لری.

ورته مطالب