د اپریل ۲۲ د ځمکې نړیواله ورځ 'سمسور ښارونه'

د اپریل ۲۲مه د ځمکې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د انځور حقوق Xinhua
Image caption چارواکي وايي د شنو سيمو له منځه تلو او د ځنګلونو وهل کېدو هوا خرابه کړې ده

افغان چارواکي وايي دا مهال د چاپېریال ساتنې په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ دي او د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د بېلابېلو خواوو د همکارۍ غوښتنه کوي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي د ښاري سیمو پراختیا او د ځنګلونو او شنو سیمو له منځه وړل تر ډېره د چاپېریال د ککړتیا لامل شوې ده.

خوشحال تايب په خپل راپور کې وايي، سږ کال د ځمکې نړیوالې ورځې شعار (سمسور ښارونه) دی او باید حکومتونه یا پالیسي جوړونکي د ښارونو سمسورتیا ته پام وکړي.

د نړۍ د نورو هېوادونو سره په توپیر کې په افغانستان کې تر ډېره د ښارونو پر پراختیا کار شوی خو سمسورتیا یې هغه شان چې لازمه ده په پام کې نه ده نیول شوې.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر غلام نبي فراهي په وینا په افغانستان کې له ځمکې ګټل اخیستل معیاري نه دي او اړین شرطونه یې هم نه دي پوره شوي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق په وینا دوی دا مهال د چاپېریال ساتنې په برخه کې له سختو ننګونو سره مخ دي او په دې برخه کې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د بېلابېلو خواوو د همکارۍ غوښتنه کوي.

دی وايي: ''د ځمکې ساتلو ته یو څه پام کیږي خو هغه شان چې لازمه ده کارونه نه دي ترسره شوي. حال دا چې هر انسان یې د ساتلو دنده پر غاړه لري''.

د ځمکې نړیواله ورځ په لومړي ځل په ۱۹۷۰ کال کې وټاکل شوه چې دا مهال د نړۍ په نژدې ۲۰۰هېوادونو کې لمانځل کیږي.

ورته مطالب