کندهار کې وسلوالو ۴ پوليس وژلي او ۳ ورک دي

Image caption دغه پوليس د غورک ولسوالۍ د محمد شاه په کلا کې وژل شوي دي

د افغانستان په سویل کندهار ولايت کې چارواکي وايي د افغان امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې د وسله والو په بريد کې څلور پوليس وژل شوي دي.

پيښه تېره ورځ (سه شنبه، ۲۲ اپريل) ماښام مهال د غورک ولسوالۍ د محمد شاه کلا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مينه پال وايي په پېښه کې درې نور پوليس لادرکه دي.

دا لا نه ده کره شوې چې لادرکه پوليس له سيمې په تېښته بريالي شوي او که وسلوالو طالبانو له ځان سره بېولي دي.

خبريال مامون درانی وايي، يوه باوري امنيتي سرچينه وايي چې برید ښایي په پوسته کې د وسله والو طالبانو د نفوذي کسانو له خوا شوی وي.

افغان امنيتي چارواکي وايي د دغې خبرې د سپيناوي لپاره يې پلټڼې پیل کړې دي.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي په بريد کې د وژل شويو او لادرکه شويو پوليسو شمېره لوړه ښيي.

سرچينه کاږي تېر ماښام ناوخته د افغان ملي پوليسو پر يوې پوستې د بريد پر مهال پنځه پولیس وژل شوي او پنځه نور لادرکه دي.

تراوسه وسلوالو طالبانو د پيښي په اړه څه نه دي ويلي.

که په دغه پېښه کې د وسله والو طالبانو د نفوذي ملګرو لاس لرل تاييد شي، دا به د کونړ د غازي اباد له پېښې وروسته چې په پايله کې يې ۲۱ افغان سرتېري ووژل شول، بله خونړۍ پېښه وي.

ورته مطالب