ایران دې افغان بندیانو ته د کونسلي خدمتونو حق ورکړي

Image caption دغه غوښتنه داسې مهال کیږي چې تېر کال یو افغان پلاوي ایران ته ددې لپاره ولاړ چې په عدلي او قضايي برخو کې د دواړو هیوادون ترمنځ همکاري پراخه شي.

افغان حکومت له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې په دغه هېواد کې زنداني افغانانو ته دا حق ورکړي چې له کونسلي خدمتونو ګټه واخلي.

درې ورځې وروسته له هغه چې ایراني چاروکو په اصفهان ښار کې څلور افغانان اعدام کړل، افغان حکومت له ایران څخه غواړي چې په دې برخه کې په رڼه بڼه ګام پورته شي.

کابل کې سمیع الله موسی زی وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ایران څخه غواړي چې په اعدام محکوم شوي افغانان دې د افغان حکومت له خبرولو پرته نه اعداموي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل افغان زندانیانو ته باید حق ورکړل شي چې له قنسلي خدمتونو برخمن شي:

''باید په تهران کې افغان زندانیانو ته دا زمینه برابره شي چې له کونسلي خدمتونو ګټه واخلي. دغه راز په تهران کې باید د افغانستان سفارت او په دغه هېواد کې د افغانستان نورو کونسلګریو ته دا زمینه برابره شي چې وکولی شې په دغه هېواد کې افغان محبوسینو ته کونسلي خدمات وړاندې کړي''.

د محاکمې په جریان کې د مدافع وکیل لرل او دا چې د سیاسي نمایندګیو چارواکي د افغانانو د محاکمې له جریانه خبر اوسي، د کونسلي خدماتو یوه مهمه برخه ګڼل کیږي، خو داسې ښکاري چې په ایران کې افغان زندانیان له دغه حق څخه بې برخې دي.

دغه غوښتنه داسې مهال کیږي چې تېر کال یو افغان پلاوي ایران ته ددې لپاره ولاړ چې په عدلي او قضايي برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري پراخه شي.

خو داسې ښکاري چې دغه هڅې په ایران کې د افغان زندانیانو د وضعیت په ښه کولو کې کومه مرسته نه ده کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې شاوخوا پنځه زره افغانان زندانیان دي چې لسګونه یې په اعدام محکوم شوي دي.

ایراني چارواکي وايي د زنداني افغانانو زیاتره یې د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي، دغه راز ویل کیږي چې زیات شمېر افغان زندانیان له مدافع وکیل پرته او بې له دې چې معمول قانوني اجرآت ترسره شي، په اعدام او بند محکومیږي.

که څه هم ولسمشر حامد کرزي، ملي شورا، د مدني ټولنې غړو او یو شمېر افغان سیاسي ګوندونو په ایران کې د افغانانو اعدامول غندلي، خو دا لړۍ روانه ده او په بېلابېلو وختونو کې په ایران کې افغان زندانیان اعدامېږي.

ورته مطالب