معتصم: د 'قاتلانه' دسیسې له وېرې پټ وم

اغا جان معتصم
Image caption معتصم آغا جان لومړی ترکیه کې مېشت شو او بیا متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د طالبانو د واکمنۍ د مهال مهم چارواکی اغا جان معتصم د ځینو رسنیو هغه راپورونه بې بنسټه بللي، چې ګني نوموړی په متحده عربي اماراتو کې تري تم شوی و.

نوموړي بي بي سي ته په یوه ځانګړي لیک کې ویلي، چې د ځینو امنیتي ننګونو له کبله د عربي متحده اماراتو د چارواکو په همکارۍ له خپل استوګنځي څخه یوه خوندي ځای ته د څه مودې لپاره لېږدول شوی و.

هغه د رسنیو هغه راپور هم رد کړی، چې ګني د اماراتو د امنیتي چارواکوا له خوا نظربند شوی و.

اغا جان معتصم وايي: ''نژدې یوه میاشت مخکې زما د ځینو نژدې تنظیمي او خواخوږو کړیو، دوستانو او ملګرو له خوا داسې خبر او اطلاعات راکړل شول، چې ګواکي ځینې خاصې مغرضې، هېواد دښمنه او سوله نه غوښتتونکې کړۍ زما په اړه د بدو او ناوړه قصد اراده لري، او غواړي چې په یو ډول مې ترور او ووژني، نو ما ته د اړوندو لوریو له خوا په کلکه توصیه وشوه چې باید د خپل ځان د خوندیتوب لپاره ښه امنیتي تدابیر په پام کې ولرم''.

موقت استوګنځی

د طالبانو دغه پخواني چارواکي دا هم ویلي چې د ده د وژنې په اړه د متحده عربي اماراتو امنیتي چارواکو هم خبر ترلاسه کړی و، چې په وینا یې ''د خپل امنیتي پلان له مخې یې زما د امنیت او خوندیتوب په خاطر ماته په موقت ډول د خپل استوګنځي د پرېښودلو او پرځای يې د دې هېواد د مرکز په یوه خوندي ځای کې د اوسېدو توصیه وکړه''.

دی وايي په دې خوندي ځای کې یې څو ورځې تېرې کړې، خو له هېچا سره یې نه تیلېفوني او نه هم انټرنېټي اړیکه نیوله، او تر هغه وروسته چې د خپل ځان د امنیت په اړه ډاډمن شو، بېرته خپل اصلي استوګنځي ته ستون شو:

''اوس چې تر ډېره حده ددښمن د شوم پلان خطر کم شوی دی او د متحده عرب اماراتو د امنیتي مسؤولینو د معلوماتو پراساس زما په اړه د سوء قصد د تخریبي او قاتلانه پلان وېره کمه شوې ده او تر ډېره یې احتمال له منځه تللی دی او زه هم په دې باور یم او راته جوته شوې چې نور مې انشاء الله امنیت خوندي دی، بېرته د اماراتي چارواکو لخوا خپل پخواني استوګنځي ته ولېږدول شوم''.

دی وايي، د یوه پیاوړي، امن، سوله ییز، یوه موټي او ازاد افغانستان هیله لري، چې د دې هیلې پوره کېدو لپاره ((هر ډول قربانۍ)) ته حاضر دی.

وړاندې یوه افغان چارواکي بي بي سي ته د نوم نه ښوولو په شرط منلې وه، چې له ښاغلي معتصم سره یې کابل کې کتلي دي.

اغا جان معتصم د ۲۰۱۱ کال د اګست میاشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وسله والو له لوري يو ځل په نښه شو چې په پایله کې يې ټپي شو.

نوموړی لومړی ترکیه کې مېشت و او بیا متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

ورته مطالب