مدني بنسټونو د جګړو د قربانيانو ياد تازه کړ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption يو شمېر کسانو د جګړې د قربانيانو د ياد تازه ساتلو لپاره له ځان سره تش تابوتونه راوړي وو

په پلازمېنه کابل کې یو شمیر مدني بنسټونه او مدني فعالان په دې موخه راټول شوي وو، چې په جګړو کې د وژل شویو قربانیانو یاد تازه کړي.

دغو مدني بنسټونو له راتلونکي حکومت نه غوښتنه کوله، چې مجرمینو ته سزا ورکړي او انتقالي عدالت پلی کړی.

وړانګه عليزۍ په خپل راپور کې وايي، فعالانو له ځان سره د هغو ځينو قربانيانو تصویرونه لېږدول، چې په افغانستان کې د تېرو جګړو پر مهال وژل شوي دي.

دغه مدني فعالان او د قربنیانو د کورنیو لسګونه غړي د دارالامان د ویجاړې شوې ماڼۍ مخکې په داسې حال کې راټول شوي وو، چې په جګړو کې د وژل شویو کسانو لوی او کوچني تصویرونه ورسره وو.

راټولو شویو کسانو له ځان سره تش تابوتونه د دې لپاره راوړي وو، چې د وژل کسانو یاد تازه کړي.

یوه کس چې د کورنۍ نهه غړي یې په جګړو کې وژل شوي وو، له حکومت نه غوښتنه کوله، چې د جګړو قربانیان دې نه هیروي.

ځینو مدني فعلانو بیا له حکومته غوښتنه کوله، چې انتقالی عدالت پلی کړي.

دغه مدني بنسټونه پر داسې مهال په کابل کې راټول شوي وو، چې د غويي/ثور اوومې او اتمې ته یوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي. د غويي اوومه پر سردار محمد دواود خان د کودتا ورځ ده او اتمه يې بیا دمجاهدینو د بریا ورځ ده.

ورته مطالب