جوزجان کې سختو سيلاوونو ۴۶ کسان وژلي

Image caption چارواکي وايي سيلاو د شپې داسې مهال راوتلی چې خلک ويده وو

د افغانستان د جوزجان والي له بي بي سي سره خبرو ويلي چې سېلاوونو په دغه ولايت کې ۴۶ کسان وژلي دي.

چارواکي وايي دغه سيلاوونه په درزاب، قوش تپه او خواجه دوکو ولسواليو کې د اورښتونو له امله راوتلي دي.

بل خوا د بادغيس ولايت چارواکي وايي په قلعه نو کې راوتلو سيلاوونو اته کسه وژلي دي.

د جوزجان امنيه قومندان فقير خان جوزجاني بي بي سي ته وويل د ۲۸ کسانو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي چې ښځې، نارينه او ماشومان په کې شامل دي.

چارواکي ويره ښيي چې ښايي د وژل شويو کسانو شمېره لوړه وخيژي، ځکه په خبره يې دوی ته د لسګونه کسانو د وژل کېدو او ژوبلېدو راپورونه ور رسېدلي دي.

دغه سيلاوونه په درزاب، قوش تپه او خواجه دوکو ولسواليو کې راوتلي او د ښاغلي جوزجاني په خبره په خواجه دوکو کې د پنځو کليو خلک چې نارينه، ښځې او ماشومان ټول په کې شامل ايسار پاتي دي.

ښاغلي جوزجاني چې ويل يې له خواجه دوکو ولسوالۍ غږېږي بي بي سي ته وويل چې د ايسارو کسانو د ژغورنې لپاره يې له حکومت نه د بېړنۍ هوايي مرستې غوښتنه کړې ده.

ده وويل په مرکز کې يې د ولسمشر دويم مرستيال محمد کريم خليلي او د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي له دغې پېښې خبر کړي دي.

Image caption د بادغيس چارواکي وايي سيلاو د کورونو ترڅنګ کابو ۲۰۰ هټۍ کې ويجاړې کړې دي

د ولسمشر دويم مرستيال ته د طبعي پيښو پر وړاندې د مبارزې د کمېټې مشري هم ور تر غاړې ده او د ښاغلي جوزجاني په خبره دواړو مشرانو د سملاسي مرستو ژمنه ورکړې ده.

چارواکي وايي سيلاو د شپې داسې مهال راوتلی چې خلک ويده وو او خلک نه دي توانېدلي، چې لوړو او يا هم خوندي ځايونو ته ووځي.

بادغيس او هرات

د افغانستان په لويديځ بادغيس ولايت کې چارواکي وايي چې تېره شپه د سختې ږلۍ او باران له امله سيلاوونه راوتلې دي.

د دغه ولايت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر مصعب حامدي وايي سيلاو په مرکز قلعه نو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسه وژلي او ډېر کورونه يې ويجاړ کړي دي.

ده وويل دا لومړني معلومات دي او ښايي د سيلاو له امله د وژل شويو کسانو شمېره نوره هم وخيژي.

ښاغلی حامدي وايي راوتلو سيلاوونو په مرکز کې شاوخوا ۲۰۰ هټۍ هم ويجاړې کړي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولې دي.

په هرات ولايت کې هم چارواکي وايي چې تېره شپه د ښار په يوه شمالي برخه کې سيلاوونو مالي زيانونه اړولي دي، خو دوی وايي د ځاني زيان په اړه تر اوسه راپور نه دی ورسېدلی.

ورته مطالب