د اشرف غني احمدزي ۶۵ کلن ژوند

Image caption اشرف غني احمدزی په خټه پښتون دی او پلرنی ټاټوبی يې لوګر دی، خو زوکړه يې په پلازمېنې کابل کې شوې ده

ډاکټر اشرف غني احمدزی د ۱۳۹۳ کال په روانو ټاکنو کې د دوو مخکښو نوماندانو په ډله کې دی.

اشرف غني احمدزی د شاه جان احمدزی زوی دی او د ۱۳۲۸ لمريز کال د غويي مياشت کې يې په پلازمېنه کابل کې نړۍ ته سترگې غړولې دي.

اشرف غني په قوم پښتون دی او پلرنی ټاټوبی يې د افغانستان سویلي ولایت لوګر دی. لوړې زده کړې یې په لبنان او امریکا کې ترسره کړي دي او د امریکا په یو شمیر پوهنتونو کې استاد پاتې شوی.

لومړنۍ ماسټري یې د سياسي علومو په څانگه کې، دويمه يې په نړيوالو اړيکو او وگړپوهنه کې او درېيمه ماسټري يې هم په نړيوالو اړيکو کې کړې ده.

تر دې وروسته يې د وگړپوهنې په څانگه کې د امريکا د کولمبيا له پوهنتون نه دوکتورا ترلاسه کړې ده.

د نړېوال بانک د پاليسۍ او ستراتيژۍ جوړولو په برخه کي مهم مشر و.

د بهرنۍ تگلارې په نامۀ د متحدو ايالاتو مشهورې مجلې اشرف غني احمدزى په ژونديو شخصيتونو کې د نړۍ شلم پياوړى مفکر وبالۀ.

ښاغلي غني ۳۰ کاله له افغانستان نه بهر په بیلابیلو هیوادونو کې تیر کړي او کله چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني ړنګه شوه هیواد ته راستون شو.

Image caption عبدالرشيد دوستم او محمد سرور دانش د اشرف غني احمدزي مرستيالان دي

د راتګ په لومړیو شپو ورځو کې د ملګرو ملتونو له ټیم سره په کار بوخت و، بیا له ولسمشر حامد کرزي سره په موقت حکومت کې یو ځای شو.

له دې وروسته دی د افغانستان په کابینه کې د مالې د وزیر په توګه وګومارل شو.

نوموړی د ولسمشر کرزي په دویمه دوره کې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د لېږد د بهير مشر وټاکل شو.

ښاغلي غني د افغانستان د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې هم ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی و، خو چانس ورسره ياري ونه کړه.

اشرف غني د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جنبش د ګوند مشرعبدالرشید دوستم او د افغانستان د عدليې پخوانی وزیر سرور دانش خپل مرستيالان غوره کړي دي.

اشرف غني د ریاستي نظام پلوی او ساتونکی دی.

د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره علمي تګلارې لري، خو نوموړی وایي افغانستان له دوه لویو ګواښونو چې يو يې د امنيت او بل يې د تلپاتې سولې نشتوالی دي مخامخ دی.

ښاغلی غني وايي دا يې د خپلو کارونو په لومړيتوبونو کې دي.

ورته مطالب