د ولسمشرۍ ټاکنو ابتدايي پايلې اعلان شوې

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې به د غويي پر ۲۴مه اعلان شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ رسمي پایلې اعلان کړې.

د بشپړو ابتدايي پايلو له مخې عبدالله عبدالله په سلو کې ۴۴،۹ سلنه او اشرف غني احمدزي په سلو کې ۳۱،۵ سلنه رايې خپلې کړې دي، چې تر نورو نوماندانو مخکې دي.

د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وايي په دغو ټاکنو کې ټولټال ۶۸۹۲۸۱۶ (شپږ ميليونه اته لکه دوه نوي زره اته سوه شپاړلس) کسانو خپلې رايې کارولې دي.

ښاغلی نورستانی وايي په ټاکنو کې د نارينه و ګډون ۶۴٪ او د ښځو ونډه ۳۶٪ و.

که افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو اورېدو کمېسيون د شکايتونو له ارزولو وروسته دغه پايلې تاييد کړي، نو ټاکنې دويم پړاو ته ځي چې د دغو پايلو له مخې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ به کېږي.

د ټاکنو رسمي ابتدايي پايلې

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر ورځ د ۲۰۵۶۱ مرکزونو له ډلې ۱۹۴۳۱ يې پرانستي وو.

کمېسيون زياتوي چې په ۵۴۷ مرکزونو کې هېڅ رايه اچونه نه ده شوې او په ۳۱ ولايتونو کې ۵۲۵ مرکزونه له شمېر ويستل شوي، ځکه چې د شمېرلو لپاره يې د کمېسيون شرايط نه وو پوره کړي.

ده وویل په ټوله کې د ۱۹۶۴ محلونو رايې د تفتيش لپاره بيلې شوي، چې په خبره يې د ۸۱۰ محلونو بيا شمېرنه هم بشپړه شوې ده.

ښاغلي نورستاني وويل له ۴۰۰۰۰ ډېرې رايې د ولسمشرۍ هغو نوماندانو ته لوېدلي، چې له نوماندۍ منصرف شوي وو.

د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وویل د وروستيو پايلو له اعلان وروسته که ټاکنې دويم پړاو ته ځي د قانون له مخې د سر سر دوه نوماندان مکلف دي چې سيالۍ ته ودرېږي.

۸۲ سلنه قسمي پايلې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تېرې پنجشنبې پر ورځ (غویي ۴مه) د ولسمشرۍ ټاکنو ۸۲ سلنه رایو پایلې اعلان کړې، چې له مخې يې عبدالله ۴۳،۷ سلنه او اشرف غني ۳۲،۹ سلنه رايې خپلې کړې وې.

زلمی رسول دريم، عبد رب الرسول سياف څلورم، قطب الدين هلال پنخم، ګل اغا شيرزی شپږم، داود سلطانزوی اووم او هدایت امين ارسلا اتم ځای لري.

۴۹ سلنه قسمي پايلې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ ټاکنو ۴۹.۶۷ سلنه رایو قسمي پایلې اعلان کړې.

د دغو پايلو له مخې عبدالله عبدالله ۴۴،۴ او اشرف غني احمدزي ۳۳،۲ سلنه رايې خپلې کړې دي.

د انځور حقوق
Image caption د ټاکنو کمېسيون مشر وايي د قانون له مخې دوه مخکښ کانديدان مکلف دي چې دويم پړاو ټاکنو کې سيالي وکړي

زلمی رسول دريم، عبد رب الرسول سياف څلورم، قطب الدين هلال پنخم، ګل اغا شيرزی شپږم، داود سلطانزوی اووم او هدایت امين ارسلا اتم ځای لري.

۱۰ سلنه قسمي پايلې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ۲۶ ولايتونو لس سلنه رايو پايلې اعلان کړې.

د دغو څه دپاسه ۵۰۰ زره شمېرل شويو رايو د قسمي پايلو له مخې ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله د ۴۱،۹ رايو په خپلولو لومړی ځای لري.

د ولسمشرۍ بل مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي د ۳۷،۶ سلنې راپو په ترلاسه کولو دويم ځای خپل کړی دی.

زلمی رسول دريم، عبد رب الرسول سياف څلورم، قطب الدين هلال پنخم، ګل اغا شيرزی شپږم، داود سلطانزوی اووم او هدایت امين ارسلا اتم ځای لري.

د ټاکنو کمېسيون د مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې بايد له نن نه دوه ورځې مخکې د غويي/ثور پر څلورمه اعلان شوې وای، خو دوه ورځې وځنډېدې.

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې به د غويي پر ۲۴مه اعلان شي.

ورته مطالب