شمال او لويديځ کې سيلاوونو لسګونه کسان وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سيلاوونو لوی زيانونه د جوزجان په درزاب، قوش تپه او خواجه دوکوه ولسواليو کې اړولي دي

د افغانستان د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په جوزجان ولايت کې د راوتلو سيلاوونو له امله اوس د ۵۸ کسانو مړينه تاييد شوې ده.

د دغې ادارې مرستيال محمد قاسم حيدري چې په جوزجان ولايت کې دی بي بي سي ته وويل شاوخوا ۸۰ کسان نور لادرکه دي او ښايي سیلاو وړي وي.

دی وايي تر اوسه ځايي خلکو د ۵۸ کسانو جسدونه له اوبو وېستلي او د پاتې کسانو لټه روانه ده چې ښايي د مړو شمېره نوره هم وخېژي.

سيلاوونو لوی زيانونه د جوزجان په درزاب، قوش تپه او خواجه دوکوه ولسواليو کې اړولي او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي.

له جوزجان پرته بادغيس، فارياب، سمنګان، بلخ، تخار او هرات ولایتونه هم سختو اورښتونو او سیلاوونو ځپلي دي.

د افغانستان د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د فارياب په ولايت کې د سيلاوونو له امله د شپږو کسانو مړينه تاييد شوې ده.

دغه اداره وايي د فارياب له شرين تګاب ولسوالۍ نه د ۲۴ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړای شوی، خو په خبره يې دغه شمېرې تراوسه نه دي تاييد شوي.

د دغې ادارې مرستيال ښاغلی حيدري وايي په سرپل ولايت کې هم سيلاوونو يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې چې د ۶ کسانو مړينه تاييد شوې ده.

Image caption ناتاييد شوي راپورونه وايي چې ښايي د مړو شمېر له ۱۵۰ کسانو واوړي

له بادغيس ولايت نه بيا راپورونه وايي چې سيلاوونو د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته ستر مالي زيانونه هم اړولې دي.

۲۳ ولسوالۍ

د طبعي پيښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي په شمال کې يې ځينو برخو ته لومړنۍ خوراکي توکي، خيمې او کمبلې رسولي او شاوخوا ۸۰۰ کسان يې ژغورلي دي.

د دغه ولايت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر مصعب حامدي وايي سيلاو په مرکز قلعه نو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسه وژلي او ډېر کورونه يې ويجاړ کړي دي.

ده وويل دا لومړني معلومات دي او ښايي د سيلاو له امله د وژل شويو کسانو شمېره لوړه شي.

ښاغلی حامدي وايي راوتلو سيلاوونو په مرکز کې شاوخوا ۲۰۰ هټۍ هم ويجاړې کړې او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولې دي.

په هرات ولايت کې هم چارواکي وايي چې وړمه شپه د ښار په يوه شمالي برخه کې سيلاوونو مالي زيانونه اړولي دي، خو دوی وايي د ځاني زيان په اړه تر اوسه راپور نه دی ورسېدلی.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې ادارې ويانده زبيده اکبر وايي د دوی د شمېرو له مخې سيلاوونو په اوو ولايتونو کې ۲۳ ولسوالۍ اغيزمنې کړې دي.

دا وايي ۹ ولسوالۍ په فارياب، ۷ ولسوالۍ په سرپل، ۳ ولسوالۍ په جوزجان، يوه ولسوالي په بلخ، يوه ولسوالي په سمنګان، يوه ولسوالي په تخار او دوې ولسوالۍ په بادغيس کې اغېزمنې شوې دي.

ورته مطالب