عبدالله: هيله ده ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې نه شي

د انځور حقوق Getty
Image caption عبدالله عبدالله وايي هره قانوني پايله د دوی لپاره د منلو وړ ده

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو يو مخکښ نوماند عبدالله عبدالله وايي د ټاکنو لومړنيو پايلو ته په خپل غبرګون کې وويل لا هم هیله لري چې ټاکې په لومړي پړاو کې د دوی په ګټه پای ته ورسېږي.

عبدالله عبدالله د دويم پړاو ټاکنو په اړه وویل دوی هغه وخت په دې اړه خپل غبرګون ښيي، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وروستۍ پایلې اعلان کړي.

ښاغلي عبدالله وويل که باطلې رايې لرې شي دويم پړاو ټاکنو ته اړتيا نه پيدا کېږي، خو دا يې هم ور زياته کړه يوازې هغه پايلې به ومني چې د يوې شفافې پروسې له لارې اعلان شي.

ده وويل په ټاکنو کې د درغليو په اړه يې د ټاکنو کمېسيون ته شکايتونه کړي، خو تر اوسه يې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د ولسمشرۍ دغه نوماند په هرات کې د قرنطين شويو رايو په اړه وویل، چې د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو له قانون نه سرغړونه کړې او هغه يې له ټاکلي وخت وروسته قرنطين کړې دي.

ښاغلي عبدالله په يو شمېر ولايتونو کې د درغليو په اړه ځينې بېلګې هم وړاندې او غوښتنه يې دا وه چې د شکايتونو کمېسيون د دوی شکايتونه په سم ډول وڅېړي.

عبدالله عبدالله وويل د ټاکنو کمېسيون بايد په ځينو سيمو کې د رای ورکولو د پاڼو د کموالی په اړه دوی ته ځواب ورکړي او دوی قانع کړي چې ستونزه چېرته وه.

ده وويل پاکې رايې بايد له ناپاکو رايو بيلې شي او د ده په خبره دغه دود ته نور په افغانستان کې د پای ټکی کېښودل شي.

عبدالله عبدالله د ټاکنو له خپلواک کمېسيون وغوښتل د شکايتونو اخيستو ۲۴ ساعته موده دې وغځوي، چې وکړای شي خپل شکايتونه ثبت کړي.

ده وويل د ټاکنو کمېسيون له لوري ورکړای شوی وخت چې نن (يکشنبه، ۲۷ اپريل) د مازيګر په شپږو بجو پای ته رسېږي کم دی.

د ولسمشرۍ نوماند د ايتلافي حکومت د جوړېدو په اړه وويل چې تر اوسه د دا ډول حکومت خبره نه ده مطرح شوې، خو د يوه ملي حکومت او د افغانستان د راتلونکې لپاره له نورو غاړو سره اړيکي لرو.

ورته مطالب