د شکايتونو ثبتولو موده ۲۴ ساعته وغځول شوه

د انځور حقوق ARG
Image caption کمېسيون وايي دوی دوه اوونۍ لري چې شکايتونه وڅېړي

د افغانستان د شکايتونو د ارزونې کمېسيون د شکايتونو د اخيستو موده چې د ټاکنو له لومړنيو پايلو وروسته يې تر ۲۴ ساعته وخت درلود ۲۴ ساعته نوره هم وغځوله.

ټاکل شوې وه دغه موده تېره ورځ (يکشنبه، ۲۸ اپريل) د مازيګر شاوخوا اووه بجې پای ته ورسېږي.

د ټاکنيز کمېسيون چارواکي يې لامل دا بولي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون پر خپل وخت د لومړنيو پايلو معلومات د ټاکنو د کمېسيون پر وېبپاڼه نه و خپاره کړي.

تر دې وړاندې د ولسمشرۍ يوه نوماند عبدالله عبدالله چې ډېرې رايې يې خپلې کړې ويلي و، د شکايتونو د ثبتولو موده بايد تر دريو ورځو پورې وغځول شي.

خو د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي په قانون کې داسې څه نه شته چې دغه موده يې له مخې تر دريو ورځو پورې وغځول شي.

له بلې خوا د دغه کمېسيون وياند نادر محسني ويلي، تر اوسه څلور شکايتونه د ولسمشرۍ نوماندانو له لوري کمېسيون ته رسېدلي دي.

تر دې وړاندې ښاغلي محسني د لومړنيو پایلو له اعلان ۱۵ ساعته وروسته په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې تر دغه مهاله ورته کوم شکايت نه دی رسېدلی.

د ټاکنو د قانون له مخې د شکايتونو د اوريدو کمېسيون دوه اوونۍ وخت لري چې دوی ته د رسېدلو شکايتونو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د شکايتونو د کمېسيون له څېړنو وروسته به دوی خپله کړې فيصله د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وسپاري چې هغوی به د ولسمشرۍ ټاکنو رسمي وروستۍ پايلې د غوايي پر ۲۴مه اعلان کړي.

د کمېسيون دغه اعلان به جوته کړي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ځي او که په لومړي پړاو کې پای ته رسېږي.

که ټاکنې دويم پړاو ته ځي د ټاکنو خپلواک کمېسيون مکلف دی چې په دوو اوونيو کې دغه ټاکنې ترسره کړي.

ورته مطالب