اریانا افغان هوایي شرکت وایي اوس ټول لګښتونه پخپله پوره کوي

د انځور حقوق
Image caption د اریانا افغان هوايي شرکت چارواکي وایي اوس لګښتونه پخپله پوره کوي او بهرنیو مرستو ته ډېره اړتیا نه لري.

په افغانستان کې د اریانا افغان هوایي شرکت مشر نصیر احمد حکیمي وایي چې د تېر کال ۳ میاشتو په پرتله د سږ کال درې میاشتو عوایدو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه شرکت چارواکي وایي یاد شرکت اوس خپل ټول لګښتونه پخپله پوره کوي او بهرنیو مرستو ته ډېره اړتیا نه لري.

د اریانا افغان هوایي شرکت له تېرو ۵۹ کلونو راهيسې فعاليت کوي او په وروستیو ۱۳ کلونو کې يې دومره ښه عواید نه لرل.

لکه چې زمزمزمه نیازۍ په خپل رپوټ کې لیکي، د اریانا افغان هوایي شرکت چارواکو په یوه خبري غونډه کې د ۲۰۱۴ کال د لومړنيو دریو میاشتو عواید او لاسته راوړنې خبریالانو ته په ډاګه کړې.

د دغه شرکت مشر نصیر احمد حکیمي وویل، د اریانا افغان هوایې شرکت د نويو پلانونو په جوړولو سره له هر پلوه پرمختګ کړی او لاسته راوړني یې ډېرې دي.

ده یادونه وکړه چې د تېر کال ۳ میاشتو په پرتله د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې په عوايدو کې ۱۰ سلنه او د مساپرو په شمېر کې ۲۹ سلنه ډېروالی راغلی دی.

نصير احمد حکيمي وايي، تېر کال په لومړيو دريو مياشتو کې د دغه شرکت عوايد ۶۸۰ میليونه افغانۍ وو چې سږکال دغه کچه ۷۴۷ ميليونه افغانيو ته پورته شوې ده.

نوموړی وایې اوسمهال اریانا افغان هوایي شرکت ۷ الوتکې لري چې دوه یې دمګړۍ د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله الوتنې نه کوي، خو ډېر ژر به د الوتنو لپاره چمتو شي.

ښاغلي حکیمي وویل په روان کال کې د اریانا شرکت هیڅ الوتنه نه ده ځنډیدلې او د مساپرو لپاره د سفر ښه معيارونه چمتو شوي دي.

نوموړی زیاتوی، په راتلونکو میاشتو کې به یو شمېر اروپایي هیوادونو ته هم الوتنې پیل کړي.

دی وايي د نوي پلان له مخې يې هغه الوتنې لغوه کړې، چې د اريانا شرکت په زیان وې او عواید يې هم ډیر نه وو.

د اریانا افغان هوایي شرکت له تېرو ۵۹ کلونو راهيسې فعاليت کوي او په وروستیو ۱۳ کلونو کې يې دومره ښه عواید نه لرل.

په افغانستان کې اوسمهال څلور خصوصي هوايي شرکتونه فعاليت کوي.

ورته مطالب