''هلمند او کندهار کې بهرنيان ۶ توقيف ځايونه لري''

د انځور حقوق AP
Image caption د پلاوي راپور ښيي چې په دغو زندانونو کې ۲۳ افغانان ساتل کېږي

افغان چارواکي وايي برتانوي او امریکايي ځواکونه د کندهار او هلمند په هوايي ډګرونو کې لږترلږه شپږ توقیف ځایونه لري.

یوه لوړ پوړي افغان پلاوي چې له دغو دوو هوايي ډګرونو یې لیدنه کړې وايي په دغو توقیف ځایونو کې یې لږترلږه ۲۳ افغانان لیدلي دي.

خوشحال تايب په خپل راپور کې کاږي، دغه پلاوی چې د ولسمشر کرزي له خوا د زندانونو د حالت د څېړلو لپاره ټاکل شوی د توقیف ځایونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوي.

هغه پلاوی چې د ولسمشر کرزي له خوا په هلمند او کندهار ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو په اډو کې د توقیف ځایونو د پلټنې لپاره ټاکل شوی، له بهرنیو ځواکونو سره د شپږو توقیف ځایونو د شتون خبر ورکوي.

د دغه پلاوي مشر غلام فاروق بارکزي په کابل کې خبریالانو ته وویل زیاتره دغه توقیف ځایونه د برتانویانو اړوند دي چې هر یو یې د لسګونو کسانو د ساتنې وړتیا لري.

ښاغلی بارکزی وايي د کندهار د هوايي ډګر په توقیف ځای کې یې شپږ او هلمند کې يې ۱۷ افغانان لیدلي چې د بهرنيانو له لوري ساتل کېدل.

د هغه په وینا په دواړو ولایتونو کې د ملي امنیت لږترلږه دوو کارکوونکو له نیول شویو کسانو د تحقیق پر مهال له بهرنیانو سره مرسته کوله.

د دغه پلاوي یو غړی عبدالشکور دادرس وايي ۲۴ ساعته یې انتظار وکړ، چې د بهرنیانو اډې ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.

د ښاغلي دادرس په وینا دغه توقیف ځایونه د ولسمشر کرزي د ۱۳۹ فرمان سره په مخالفت کې دي چې په افغانستان کې د بهرنیانو له خوا د زندان د درلودو مخه نیسي او دغه راز د افغانستان د زندانونو له قانون سره هم په څرګنده په ټکر کې دي:

''ولې د افغانستان خلک د بهرنیانو له خوا نیول کیږي؟ ولې بهرنیان د افغانانو کورنو ته ننوځي؟ پوښتنه دا ده چې ولې دوی تحقیق کوي، دوی اصلآ هغه کسان دي چې په افغانستان کې د زندانونو د جوړولو واک نه لري''.

د دغه لس کسیز پلاوي مشر غلام فاروق بارکزی وايي ښايي بهرنیان په افغانستان کې په خپلو نورو اډو کې هم ورته توقیف ځایونه ولري او هغه کسان چې په دغو توقیف ځایونو کې ساتل کیږي باید ژر تر ژره افغان لوري ته وسپارل شي.

موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د بهرنیو ځواکونو غبرګون هم واخلو، خو و نه توانېدو.

ولسمشر حامد کرزي په ورستیو کلونو کې له دې موضوع سره چې په افغانستان کې میشت بهرنیان دې په دغه هېواد کې توقیف ځایونه یا بندیخانې ولري په بيا بيا خپل مخالفت ښوولی دی.

ورته مطالب