د شکایتونو کمیسیون، شکایتونه په ښکاره وارزول

Image caption د ولسمشرۍ نوماندانو استازي تر ډېره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له کړنو خوښ نه برېښي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د ولسمشرۍ نوماندانو د استازو په وړاندې د شکایتونو د ارزونې علني غونډې پیل کړې.

د چهار شنبې په ورځ(د غویي ۱۰مه) نهه شکایتونه وارزول شول چې په تړاو یې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ولسمشرۍ نوماندانو خپل دلیلونه وړاندې کړل.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ورځې تر پایه د دغو شکایتونه ارزونه وکړه او پایلې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته واستولې.

د ولسمشرۍ نوماندانو استازي تر ډېره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له کړنو خوښ نه برېښي.

لکه چې خوشحال تایب په خپل راپور کې لیکي، علني غونډه د نوماندانو، سیاسي ګوندونو، د ټاکنو بهیر د څار بنسټونو مسؤولینو، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون، مدني ټولنو او خبري رسنیو د استازو په شتون کې پیل شوه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسمشرۍ نوماندانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې خپل شکایتونه ورسره ثبت کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته په دغې مودې کې ۱۲۱ شکایتونه رسېدلي چې د رایو ورکولو ۵۲۵ ځایونو اوړند دي او رایې باطلې ګڼل شوې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د نوماندانو د شکایتونو دوسیې د مېز پر سر کېښودې او نهه شکایتونه یې یو، یو ولوستل.

په دې غونډه کې د ولسمشرۍ نوماندانو ته اجازه وه چې له خپلو شکایتونو دفاع وکړي.

د نوماندانو استازي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له کړنو خوښ نه برېښېدل، د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله استازو ځينې دلایل وړاندې کړل.

د عبدالله عبدالله استازي زړګي سجاد د ټاکنو خپلواک کمیسیون تورن کړ چې د قرنطین شویو صندوقونو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

هغه وویل"کمیسیون دا کار د قانو خلاف کړی دی. دا مکتوب وړاندې موږ د ټاکنو کمیسیون ته لېږلی وو. موږ پکې ویلي دا زموږ حق دی چې راته ووایاست کوم ځایونه مو قرنطین او کوم مو باطل کړي دي. خو کمیسیون یې په ځواب کې هیڅ هم نه دي راته ویلي".

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني وايي د شکایتونو د ارزونې پایلې به د ورځې تر پایه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته واستوي.

نوموړي وویل: "د ۱۲۱ شکایتونو له ډلې زیاتره یې د لومړنیو پایلو په تړاو مطرح شوي دي، او یوازې همدا نهه شکایتونه دي چې د ۵۲۵ مواردو په تړاو دي او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا باطلې اعلان شوي. موږ د دغو شکایتونو د ارزونې لپاره د وخت ځانګړی ظرفیت درلود. موږ باید له حکم سره سم د دغو نهو شکایتونو په اړه د ورځې تر پایه خپل تصمیم ونیسو او پاتې نور به په راتلونکو ورځو کې وڅېړل شي".

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نارد محسني وايي د عبدالله عبدالله د ډلې د شکایتونو شمېر ۱۱۵ ته او د اشرف غني احمدزي د ډلې شکایتونه څلورو ته رسېږي.

دوه نور شکایتونه د داود سلطانزوی او محمد شفیق ګل آغا شیر زي له خوا له دغه کمیسیون سره ثبت شوي دي.

ټاکل شوې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په راتلونکو ورځو کې پاتې نور ثبت شوي شکایتونه هم وارزوي.

ورته مطالب