پنجشیر کې ځانمرګي برید ۱۴ کسان وژلي

پنجشیر د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تېر ۲۰۱۳ کال طالبانو د پنجشیر په امنیه قومندانۍ ډله ییز بریدونه وکړل، چې له کبله یې لږترلږه یو پولیس ووژل شو او اووه نور ټپیان شول او اووه واړه برید کوونکي ووژل شول.

د افغانستان پلازمېنې کابل په شمال پنجشیر ولایت کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۴ کسان وژلي او ۳۵ نور یې ټپیان کړي دي.

برید د پنجشنبې په ورځ مازدیګر مهال شوی دی.

د پنجشیر د پولیسو مشر عزیز غیرت وايي، برید د تلاشۍ په یوه پوسته کې شوی، چې په وژل شویو کې شپږ پولیس او نور ولسي وګړي دي.

نوموړی دا هم وايي چې په چاودنه کې د یوه ودانیز شرکت کارکوونکي هم وژل شوي.

ښاغلی غیرت زیاتوي، چې برید کوونکو پنجشیر ولایت ته د ننوتلو په یوه دروازه کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دې برید کې شپږ افغان پولیس او د سړک جوړونې شپږ کارکوونکي وژل شوي.

برید کوونکي غوښتل، چې پنجشیر ولایت ته ننوځي.

د دغه برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

ددغې ډ‌لې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي، جنګیالیو یې پنجشیر ولایت کې یو موټربم چاودنه کړې ده.

پنجشیر ولایت د کابل په شمال کې له نسبتاً ارامو ولایتونو څخه دی، خو وړاندې هم هلته بریدونه شوي دي.

دغه ولایت ته هر تلونکی کس پوښتل کېږي.

تېر ۲۰۱۳ کال طالبانو د پنجشیر په امنیه قومندانۍ ډله ییز بریدونه وکړل، چې له کبله یې لږترلږه یو پولیس ووژل شو او اووه نور ټپیان شول او اووه واړه برید کوونکي ووژل شول.

ورته مطالب