د بدخشان ځمک ښویېدنه کې ۲۵۵ کسان لاندې شوي

د انځور حقوق
Image caption تر اوسه له ټول ټال ۲۵۵ لاندې شویو کسانو ایله د دوو مېرمنو مړي پیدا شوي

په بدخشان کې د بي بي سي خبریال وايي، د ځمک ښويېدنې په اړه د سیمې له خلکو ټاکل شوي کمیسیون ویلي، چې پېښه کې ۲۵۵ کسان تر خاورو لاندې شوي، چې تر اوسه ایله د دوو مېرمنو مړي رایستل شوي دي.

زموږ خبریال قربانعلي همزي، چې د پېښې سیمې ته ورغلی، وايي چې د سیمې له خلکو یو ۱۱ کسیزه پلاوی ټاکل شوی، چې د تلفاتو شمېر په ډاګه کړي.

نوموړي ویلي، چې تر اوسه له ټول ټال ۲۵۵ لاندې شویو کسانو ایله د دوو مېرمنو مړي پیدا شوي.

د ارگو ولسوالۍ ولسوال حاجي عبدالودود سعيدي بي بي سي ته وويل په لومړيو کې د آب باريک په کلي کې د شوې پېښې د قربانيانو شمېر په تړاو کره مالومات نه و نو ځکه ډېره لوړه ښوول کېده خو وروستي مالومات ښيي چې د مړو شمېر له هغې کم و چې اټکل شوى و.

د پېښې انځورونه وګورئ

د افغانستان په شمال ختیځه حوزه کې د خوړو د نړیوال سازمان مسؤول نجیب الله رحماني بي بي سي ته وویل: ''موږ نژدې ۷۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي چمتو کړي، چې تر یوې اونۍ پورې به زموږ مرستې دوام ولري، د کډوالو نړیوال سازمان او سره صلیب هم د خلکو لاسنیوی کړی''.

د اوباما او کرزي غمشریکي

د بدخشان پر مرګونې طبیعي پېښې په کور د ننه او بهر کې د غمشریکۍ پیغامونه خپاره شوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه پېښه ډېره دردوونکې بللې او بدخشان ته یې یو پلاوی هم استولی دی. ښاغلي کرزي له خپل دویم مرستیال کریم خلیلي، دفاع وزیر او د سیمه ییزو ارګانونو له مشر غوښتي، چې د قربانیانو مرستې ته ژر ځانونه ورسوي.

پر همدې مهال، د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره په یوه خبري غونډه کې د بدخشان پېښې ته په اشارې د امریکایانو له استازیتوب له افغانانو سره د دې پېښې په اړه غمشریکي ښوولې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بدخشان د پولیسو مشر وايي نژدې ۳۰۰ کورونه ځمک ښویېدنې لاندې کړي.

ښاغلي اوباما ویلي: "په افغانستان کې د ځمکې ښویېدنې خبر مو واورېد، چې ډېر خلک پکې لاندې شوي، لکه څرنګه چې امریکا په تېره یوه لسیزه کې له افغانانو سره وو، موږ چمتو یو چې له خپلو افغان شریکانو سره په دغې طبیعي پېښې کې همکاري وکړو".

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، چې کلیوالو خلکو په ډېرو ناچیزو وسایلو د ورکو شویو خلکو رایستل پیل کړي دي.

د ځمکې ښویېدو پر دویمه ورځ ژغورندویان د لاندې شویو خلکو رایستلو هڅه کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په دې لیرې سیمه کې د ژغورنې عملیات د کمو وسایلو له کبله ورو روان دي

د بدخشان والي شا ولي الله ادیب وویل د ځمکښویېدنې دوې پېښې د یوه ساعت په توپير رامنځ ته شوې.

د پيښې قربانیان هغه کسان دي چې لومړني کلي ته د قربانیانو مرستې ته ورغلي وو.

والي وایي دوی د ګاونډیو کلیو شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ چې له خطر سره مخامخ وې له سیمې ایستلې دي.

وړاندې د بدخشان امنیه قومندان فضل الدین عیار د لومړنۍ پېښې په اړه بي بي سي ته وویل،دا پېښه د ارګو ولسوالۍ اب خشک کلي کې شوې، چې د ۲۰۰ - ۲۳۰ ترمنځ کورونه په کې ځمکې ښویېدنې لاندې کړي دي.

ښاغلي عیار وویل، چې شاوخوا ۲۵۰ کسان تر کنډوالو لاندې شوي، چې شاید ټول وژل شوي وي.

دی وايي، چې هغه نژدې ۴۰۰ کورونه چې د ځمک ښویېدنې له خطر سره مخامخ وو، وګړي یې امن ځای ته لېږدولي دي.

د انځور حقوق non
Image caption د ځینو احتمالي اغېزمندېدونکو سیمو وګړي خوندي خای ته لېږدول شوي.

د بدخشان امنیه قومندان او پولیس د پېښې ځای ته پولیس رسېدلي او له ډېرو اړمنو زیانمنو شویو سره یې لومړنۍ مرستې هم کړې دي.

وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال ایوب سالنګي بي بي سي ته ویلي وو، دا پېښه په پېښه کې ۲۰۰ کسان وژل شوي.

تېره میاشت د افغانستان په شمالي تخار ولايت کې د ځمکې ښووېدو له امله له ۱۰۰ زياتې کورنۍ له خپلو کورونو وتو ته اړ شوې.

پېښه کې د خواجه خیر آب ټول کلی ویجاړ شوی و.

په وروستیو ورځو کې شمالي سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونه د سېلابونو له کبله سخت اغېزمن شول چې لږترلږه ۱۰۰ کسان پکې ووژل شول او سلګونه کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې.

ورته مطالب