ملي پیوستون ګوند د غویي اوومه او اتمه وغندلې

Image caption لاریونانیانو ویل چې له یادو شویو دواړو نېټو سره بدمرغۍ تړلې وې او په باور یې ګواکې دواړه لوري جنګي جنایت کاران دي.

د افغانستان ملي پیوستون په نامه ګوند سلګونو پلویانو نن په کابل کې د کمونست پلوو د واکمنېدو او کابل ته د مجاهدینو د ننوتو ورځې یانې د غویې اوومه او اتمه،تورې وګڼلې او هغه یې وغندلې.

دوی افغان حکومت هم تورن کړ چې ګواکې د دوی په ټکو جنګي جنایت کاران یې خوندي کړي دي.

لاریونیانو د بشر د حقونو د خوندیتابه له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د دوی په ټکو په افغانستان کې د جنګي جنایت کارانو محاکمې ته لاره هواره کړي.

لکه چې مصطفی سالک په خپل رپوټ کې کاږي، د دغه ګوند سلګونو لارویانو خپل لاریون پر دارالامان واټ د روسیې له سفارته پیل کړ چې په سمبولیک ډول یې ۳۶ کلونه مخکې د غویې پر ۷ د شوروي اتحاد په مرسته د کمونست پلوو واکمنېدا ته اشاره کوله.

دوی د دارالآمان تر ړنګې ماڼۍ لاړل چې ۲۲ کلونه مخکې د غویي پر ۸ د مجاهدینو د واکمنۍ او کورنیو جګړو یاد یې پر ځای کړ.

لاریونانیانو ویل چې له یادو شویو دواړو نېټو سره بدمرغۍ تړلې وې او په باور یې ګواکې دواړه لوري جنګي جنایت کاران دي.

دوی پر افغان حکومت هم تور پورې کاوه چې ګواکې د دوی په وینا د جنګي مجرمانو د محاکمې نیت او وړتیا نه لري.

دغو مارش کوونکو ویل چې د نړۍ د بشر د حقونو د خوندیتابه خپلواکې ټولنې باید دې کار ته ملا وتړي.

د بشر د حقونو څار ډلې هم شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ولسمشر حامد کرزی تورن کړی و، چې ګواکې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د انتقالي عدالت په نامه پیل شوی بهیر یې بېرته تړلی دی.

د دوی په باور آن دا چې د جنګي جنایتونو په اړه یې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د هغه راپور د خپراوي مخه نیولې چې دوه کاله مخکې بشړ شوی دی.

خو ارګ ویلي وو چې د بشر د حقونو خپلواک کمیسبون ولسمشر کرزي ته داسې کوم راپور نه دی استولی او نه یې هغه د خپریدو مخه نیولې ده.

بله غاړه د افغانستان ملي شورا په تېره دوره کې یو داسې سند تصویب کړ چې د یوه قانون په توګه د تېرو لسیزو په جګړو کې ښکیل کسان بښي.

افغانان هم په دې برخه کې سره وېشلي دي.

ځینې د جنګي مجرمانو سملاسي محاکمه غواړي او نور بیا وايي چې دافغانستان په اوسنیو شرایطو کې لا وختي دی او د دوی په ګومان دا به د هېواد حالات لا پسې ترینګلي کړي.

ورته مطالب