شیرزي د عبدالله ملاتړ وکړ

د انځور حقوق
Image caption ښاغلي شیرزي په تیر پړاو کې ایله یو اعشاریه شپږ سلنه رایې اخستې وې.

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند محمد شفیق ګل اغا شیرزي د بل نوماند عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ.

ښاغلي شیرزي په تیر پړاو کې ایله یو اعشاریه شپږ سلنه رایې اخیستې وې.

تیرو ولسمشریزو ټاکنو ۸ تنه نوماندان لرل چې پایله کې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی يو په بل پسې مخکښ رواختل.

په کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک وايي، په تېرو ټاکنو کې په پرتلیز ډول د لږو رایو خپلونکی نوماند محمد شفیق ګل اغا شیرزی لومړی نوماند شو چې د مخکښ نوماند عبدالله عبدالله له ټاکنیز بنسټ سره یو ځای کیږي.

دواړو نوماندانو په یوې غونډې کې ژمنه وکړه که ټاکنې دویم پړاو ته ځي د هغوی په وینا د یوه ملي او قانوني حکومت د جوړولو هڅې به کوي.

دواړو ډلو ویلي چې دا پرېکړه یې تر اوږدو خبرو اترو وروسته کړې ده، ځینې انګیري چې ښايي دا چنې د لوړو حکومتي څوکیو او د واک د وېش په اړه وهل شوې وي.

د دواړو غاړو په ګډ پریکړه لیک کې هم راغلي چې د حکومتولۍ او پر لوړو څوکیو د مقررۍ په برخه کې به ګډ کار کوي.

عبدالله عبدالله تر ناستې وروسته وویل چې ددغه جوړجاړي لپاره له پیله په اړیکه کې وو.

تېرو ولسمشریزو ټاکنو ۸ نوماندان لرل،چې عبدالله عبدالله د ۴۴ اعشاریه ۹ سلنه او اشرف غني احمدزی د ۳۱ اعشاریه ۵ سلنه رایو په اخستو سره مخکښان وو.

تر اوسه ددغو ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي جوتې شوې،خو داسې بریښي چې دویم پړاو ته تلونکې دي.

ویل کیږي چې دواړه مخکښ نوماندان هڅه کوي چې د لږو رایو اخستونکي نوماندان د ټاکنو ددویم پړاو لپاره د ځانونو ملګري کړي.

خو یو شمیر کار پوهان وايي دا چې دغه نوماندان تر شا ګوندي جوړښتونه نه لري نو نه ده کره چې مخکښو نوماندانو ته دې د خپلو تېرو رایو په کچه رایې ورماتي کړي، ددغو کارپوهانو په باور ښايي دغه جوړجاړي لږ ډېر رواني اغېز ولري، خو رای ورکونکي به هم خپل ځانګړی غوراوی ولري.

ورته مطالب