د بدخشان اغېزمن: 'حکومت دې نوره ناغیړي نه کوي'

د انځور حقوق AFP
Image caption هغه کسان چې ژوندي پاتې دي، وضعیت یې بد نه دی ښوول شوی.

په بدخشان کې د اغېزمنو شویو سیمو اوسېدونکي، ځمکې ښویېدو پېښه کې د روانو عملیاتو په لړ کې حکومت په ناغیړۍ او لږ کار تورنوي.

څو ورځې وړاندې د بدخشان یوه کلیواله سیمه کې ځمک ښویېدنې لږ تر لږه ۳۰۰ کورونه لاندې کړل.

د بدخشان ولایت د ځمکې ښویدو له امله لږ تر لږه ۲۵۰۰ تنه بې درکه شوي دي او د نوموړي ولایت والي وايي ۷۰۰ نور کورونه یې هم د ځمکې د ښویدو له ګواښ سره مخ دي.

د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب بي بي سي ته ویلي، دغه پېښه د یاد ولایت د ارګو ولسوالۍ (اب باریک) کلي کې را منځته شوې.

ښاغلي ادیب وویل د ژغورنې عملیات دوام لري خو بي بي سي ته يې په خبرو کې دا هم وویل چې دا اسانه عملیات نه دي ځکه په کورونو د لسو او دېرشو مترو ترمنځ خاورې ډېران شوې دي.

کارپوهان وايي، معمولاً په دغسې مواردو کې تر یوې پېښې وروسته بله هم رامنځته کېږي، دا چې ایا چارواکو داسې کوم څه لیدلي یا کوم احتیاطي ګامونه يې پورته کړي، د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب وايي:

'څه چې موږ لیدلي د ځمکې خاورینې برخې بیا درز کړي نو له دې کبله مو به سیمه کې پاتې ۷۰۰ کورنیو ته د وتو سپارښتنه وکړه او اوس مو هغوی پر یوه اوچته غونډۍ ځای په ځای کړل چې نن په ورته خوراکي مواد او نور اړین توکي ورسوو.

Image caption پېښه کې د قربانیانو د شمېر په اړه چارواکي یوه خوله نه دي.

د مرسته له رسولو وروسته به زموږ بل کار دوی ته د کورونو دوباره جوړول وي خو په دې برخه کې د کورنیو او نړیوالو مرستو غوښتونکي یوو.'

د راپورونو تر مخه د ژغورنې عملیات چې د ملي اردو سرتېرو او د ځایي خلکو له خوا په مخ وړل کیږي په کې ډېر ابتدايي وسایل لکه بېل او دې ته ورته ځینې نور شیان کارول کېږي.

پېښه د بدخشان په اوګو ولسوالۍ په هغه لرې پرته دره کې رامنځته شوې چې سر یې تر تاجکستان، پاکستان او چین پورې رسیږي.

د را پورونو تر مخه تر خاورو لاندې شوې یوه کلي کې هم ویل کېږي چې د واده مراسم روان و.

په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه د مرستې لپاره خپل چمتوالی ښيي او ولسمشر اوباما هم ویلي چې تر خپله وسه به مرسته وکړي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال احمد الهام وايي یو شمیر هغه خلک چې د ژغورلو لپاره مرسته کوله د دویم ځل د غره د ښویېدو له امله تر خاورو لاندې شوي.

د خیمو، اوبو او یو څه خوراکي توکو مرستې شوې چې خلک او چارواکي د لازیاتو مرستو غوښتونکي دي.

هغه کسان چې ژوندي پاتې دي، وضعیت یې بد نه دی ښوول شوی.

له دې کبله چې خاوره زیاته ده، نو تر خاورو لاندې کسانو راویستل لږ ستونزمن کار دی.

ورته مطالب