ارګو ته د مرستو رسولو پر ګډوډ بهیر نیوکې

د انځور حقوق REUTERS
Image caption د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ له پیښې وروسته پر افغان حکومت نیوکې زیاتې شوې.

د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د ځمکې ښوویدنې له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره د حکومتي چارواکو د خواخوږۍ په بڼه او د ارګو په ولسوالۍ کې د مړو د رایستلو په برخه کې ځنډ او خنډ د مدني ټولنې د غړو کلک غبرګونونه راټوکولي دي.

یو شمېر افغان کتونکي افغان چارواکي پړه ګڼي چې ګواکې زیانمنو شویو سیمو ته د دوی تګ نمایشي بڼه لري او د زیاتو لګښتونو سره، سره د خلکو کرکې زیاتي راپاروي.

که څه هم چې د افغان حکومت په اډانه کې ډېر کسان په دې برخه کې له څه ویلو ډډه کوي ، خو یو شمېر کړۍ بیا د ځینو چارواکو دغه کړه، وړه ناسمه چاره بولي.

محمود کوچی له کابله خپل رپوټ کې کاږي، په افغانستان کې له هر ناورین او غمیزې وروسته په دودیز ډول یو شمېر لوړ پوړي افغان چارواکي زیانمنو شویو سیمو ته ځي او د ولسي وګړو سره د خواخوږۍ په موخه سفرونه کوي. خو هره پلا د دغو سفرونو وروسته د خلکو غبرګونونه او نیوکې هم زیاتیږي.

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ له پیښې وروسته هم پر افغان حکومت دغه شان نیوکې زیاتې شوي او د افغانستان په رسنیو کې د ورځې توده خبره او تاوده بحثونه پر همدغې موضوع راڅرخي.

د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو تر څنګ د خواله په رسنیو کې هم د بحثونو غوښنه برخه د ارګو د خلکو غمیزه جوړوي، خو کله چې په فیسبوک کې د پیښې پر ځای هغه انځور خپور شو چې د پیښې په سیمه کې د افغان ولسمشر ستر سلاکار، د کابینې دوه تنه غړي او د ولسي استازي سره په ګډ انځور کې دریدلي، نو د خلکو د سختې غوسې سره مخامخ او ډیر تاوده بحثونه یې راپارول.

په دغه انځور کې لیدل کېږي چې دغه چارواکي په پرتو سرو غالیو ولاړ، خولې یې له خندا ډکې او پاکي قیمتي جامې یې هم اغوستې دي، چې د فیسبوک ګڼو کاروونکو پرې اوږدې لیکنې کړې دي.

دغه انځور د فیسبوک ډیرو کارونکو لاس په لاس کړی او ډېرې لیکنې هم پرې شوي، موږ په همدغه انځور کې د کابینې د یوه غړي له دفتر سره د دغه عکس د اخیستلو او په خواله رسنیو کې د هغه د ایښودلو په تړاو اړیکي ټینګ کړه، د دغه دفتر یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل د دغه انځور د اخیستلو موخه یوازې دا نه وه چې ګواکې افغان چارواکو د خپلې خوښۍ څرګندونه کړې وي، هغه وايي چې دغه انځور دوستانو پخپلو کې اخیستی او په وینا یې بله مانا نه شي لرلای دا رنګه د افغان حکومت په اډانه کې یو بل چارواکی بي بي سي ته د دغه شان عکسونو ایستنه نا مسوله چاره بللې ده.

د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د باریک اب په سیمه کې د تیرې جمعې پر ورځ شاوخوا ۳۰۰ کورونه تر خاورې لاندې شول، چې د وژل شویو په اړه یې بیلابیلې شمېرې ورکړل شوې وې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د باریک اب په سیمه کې د تیرې جمعې پر ورځ شاوخوا ۳۰۰ کورونه تر خاورې لاندې شول.

تر یوې ورځې پلټنې وروسته افغان حکومت د پلټنو چاره په ټپه ودروله او ویې ویل چې ښايي په پېښه کې یو کس هم ژوندی نه وي پاتې.

د بدخشان د پېښې پر یو بل اړخ هغه مهال خلکو غبرګونونه په ډاګه کړل چې افغان حکومت تر خاورو لاندې د پاتې کسانو په را ایستلو کې بیوسي وښوده.

لیکوال او ژورنالیست مطیع الله اباسین وايي حکومت ته په کار دي چې د دغو کسانو په راایستلو کې ناغیړي و نه کړي.

په افغانستان کې یو شمیر خلک د بدخشان پیښه په سویلي کوریا کې د بیړۍ له ډوبیدو سره پرتله کوي او وايي په هغه هېواد کې لومړی وزیر چانګ هانګ وان له خپلې دندې استعفا ورکړه ، هغه ویلي و، چې په پېښه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو کوکې او ژړاوې پر ده خوب حرام کړې او خپله استعفا یې غوره وبلله.

ورته مطالب