افغانستان ډېر بار وړونکي موټر جریمه کوي

Image caption دغه جریمه د لوړ توناژ د مقررې له مخې وضع کیږي او د یوه ځانګړې بانکي حساب له لارې حکومت ته ورکول کیږي او د سړکونو په بیارغاونه کې به لګول کیږي.

له دې وروسته هغه بار وړونکي موټر چې له ټاکلې اندازې زیات لیږدوي له درې زره افغانیو نیولې تر ۴۸ زره افغانیو پورې به جریمه شي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت د لوړ تناژ باروړونکو موټرو مالکانو ته یوه میاشت وخت ورکړ تر څو هغه اضافي اکسلونه له خپلو موټرو لرې کړي چې د زیات بار وړلو لپاره یې په خپلو موټرو کې لګولي دي او خپل موټر د نوې مقررې له غوښتنو سره سم برابر کړي.

د دغې نوې مقررې له مخې دوه نیم اکسل لرونکي موتر نه شي کولی له ۳۶ ټنو زیات بار ولېږدوي او هغه چې پنځه نیم اکسله لري نه شي کولی چې له ۶۵ ټنونو زیات بار ولېږدوي.

چارواکي وايي اوس دامهال یو زیات شمیر بار وړونکي موټر له ټاکلې اندازې زیات بار وړي چې له امله یې د سړکونو یوه زیاته برخه ویجاړه شوې ده.

د فواید عامې وزیر نجیب اوژن هیله لري چې ددغې مقرري په عملي کیدو سره به د سړکونو د ویجاړیدو مخه ونیول شي:

''موږ هیله لرو چې ددې پروګرام په طرح کولو د افغانستان سړکونه له پراخې ویجاړۍ وژغورل شي''.

ښاغلي اوژن وویل هغه موټر چې له ټاکلې اندازې زیات بار لیږدوي له درې زره ا فغانیو نیولې تر ۴۸ زره افغانیو پورې به جریمه کیږي او دا پیسې به د یوه ځانګړي بانکي حساب له لارې د سړکونو په بیارغاونه لګول کېږي.

د نوې مقررې له مخې که په موټر کې له نغدي جریمې سره ، سره بیا هم له ټاکلې اندازې زیات بار یوړل شي نو دغه موټر به وردول شي.

دا چې په دې برخه کې کوم ځانګړې مقرره نه وه نو حکومت نه شوای کولای چې سړغوونکي جریمه کړي.

افغان چارواکي دغه راز وايي چې په نږدې راتلونکې کې به په لویو لارو داسې الکترونکي وسایل نصب کړي چې مټ به یې د موټرو بار څاري.