کابل کې ښځينه بندیانې خوشې شوې

د انځور حقوق b
Image caption له زندانه ۲۹ تنه هغه میرمنې خوشې شوې په بېلابېلو تورنو دغلته بندیانې وې.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د فرمان پربنسټ، کابل کې له ښځینه زندانه ۲۹ بندیانې خوشې شوې.

د زندان اړوند چارواکي وايي، کومې مېرمنې چې خپلو کورونو ته له وېرې نه شي ستنېدلی، د ښځو چارو وزارت ته سپارلې کیږي چې په امن خونو کې د ژوند کولو اسانتیاوې ورته برابرې شي.

کابل کې د بي بي سي خبریاله وړانګه علیزۍ د پلازمینې کابل په شمالي ځنډو کې ښځینه زندان ته ورغلې وه.

وړانګه لیکي، نن له همدغه زندانه ۲۹ تنه هغه میرمنې خوشې شوې په بېلابېلو تورنو دغلته بندیانې وې.

که څه هم چې د دغو بندیانو د بند موده نه وه پوره شوې خو د افغان ولسمشر د هغه فرمان له مخې چې د غویې د اتمې نېټې په ویاړ یې صادر کړی و د دوی د بند پاتې موده وبښل شوه.

په دغو خوشې شویو بندیانو کې یوه هم رونا وه.

هغه وایي، د پیسو د غلا په تور بندي شوې وه او له دوه کالو بند تېرولو وروسته، پاتې شپږ کاله وربښل شوي دي.

په دغو ښځینه بندیانو کې ځینې یې داسې هم وې چې وایي تش د مینې په تور د زندان په تورو خونو کې اچول شوې وې.

دوی وایي چې کورنۍ یې د دې د مینې سره مخالفت کاوه او په خبره یې چې له بنده خوشې هم شي، پلرګنۍ ته نشي ستنېدلی.

د دغو بندیانو د خوشې کېدلو پر مهال د هغوی د کورنۍ یو شمېر غړي هم راغلي وو او د خپلو بندي شویو خپلوانو په خوشي کولو یې خوښي څرګندوله.

پر همدې مهال د افغانستان د عدلي او قضایي څانګو یو شمېر استازي هم هلته لیدل کېدل.

د سترې محکمې یو چارواکی مراد شریفي وایی، د دغه فرمان له ښیګنې هغه مېرمنې برخمنې شوې دي چې عمرونه یې له پنځوسو کالو اوښتي دي.

ډېرو خوشي شویو بندیانو دا خبره کوله که د تورونو لګولو په وجه هم زندان ته لېږل شوې وې نو دوی په همدغه موده کې ډېرې هغه تجربې تر لاسه کړې چې تر دې مخکې یې اټکل هم نشو کولی.

دوی ویل سره له دې چې په زندان کې مجرمین اوسېږي خو همدغو مجرمینو ته تر ډيره هغه لارې ښودل کېږي چې په راتلونکي کې یې له مخې کولې شي سولییز ژوند خپل کړي.

ورته مطالب