زابل کې طالبانو اته پولیس نیولي

Image caption رسولیار وویل، په ورکو شویو پولیسو کې یو د ملي اردو او پاتې اوه نور سیمه ییز پولیس دي.

د زابل ولايت د نوبهار او شينکۍ ولسواليو ترمنځ اته تنه پوليس لادرکه شوي دي.

دغه پېښه تېره (سې شنبه/مې شپږمه) د ورځې په اوږدو کې رامنځ ته شوې، چې د راپورونو له مخې، له پولیسو سره وسلې او مهمات هم ورک شوي دي.

د زابل مرستيال والي، محمد جان رسوليار وايي، د نوبهار او شينکۍ ولسوالۍ ترمنځ یوه سيمه کې دغه اته افغان پوليس هغه مهال لادرکه شول چې د مرکز کلات پر لوري روان وو.

نوموړی زیاتوي، له دغو کسانو سره وسلې او مهمات هم وو، خو دا لا نه ده روښانه شوې، چې څرنګه تري تم شوي دي.

رسولیار وویل، په ورکو شویو پولیسو کې یو د ملي اردو او پاتې اوه نور سیمه ییز پولیس دي.

وسله وال طالبان وايي، ياد امنيتي سرتېري يې د يوې جګړې پرمهال ژوندي نيولي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، اوو پوليسو غوښتل چې له نوبهار ولسوالۍ ځان په پټه د شينکۍ ولسوالۍ ته ورسوي چې د دوى د ملګرو له لوري د نوبهار ولسوالۍ د جلالزو په غرنۍ سيمه کې ژوندي ونيول شول.

ورته مطالب