هند او د افغانستان د "بې ثباتۍ"خطر

Image caption د افغانستان پر سر د هند او پاکستان د سیالۍ په اړه اندېښنې

د سیاسي چارو پاکستانی څېړونکی احمد رشيد کاږي، د هند د حکو مت د تېرې اوونۍ پرېکړه چې غواړي افغان وسله وال ځواک ته روسۍ وسلې او پوځي وسايل وپېري.

ښايي دا په سيمه یيزه لوبه کې ډراماتيک بدلون رامنځ ته کړي او ښايي ورسره سيمه یيزه سيالي هم زور واخلي.

پاکستان به پرته له شکه دغې معاملې ته په تنقيدي نظر گوري او فکر به کوي چې سيال يې، هند هڅه کوي پرې برلاسى شي.

په تېرو څو کلونو کې هند د ولسمشر کرزي غوښتنې ته چې له هنده يې د اوږده واټن ویشتونکو توغنديو، ټانک او د جنگي الوتکو د تر لاسه کولو په اړه کړې وه، منفي ځواب ورکړى.

د افغانستان متحد، د امریکا متحدو ايالتونو په تېرو څو کلونو کې زرگونه ميلونه ډالر پر افغان وسله وال ځواک لگولي، خو ورته يې د درنو او تعرضي وسلو له برابرولو ډډه کړې.

په دې موده کې دواړو، امريکا اوهند د افغانستان وسله وال ځواک ته داسې وسلې ندي ورکړې چې هغه د پاکستان د لمسون او نا خوښۍ سبب شي.

بي بي سي ته په خپله دغه ليکنه کې احمد رشيد کاږي، د هند له خوا د ولسمشر کرزي د غوښتنې نه منل چې درنې وسلې یې ترې غوښتې وې، د اسلام اباد د خوښۍ سبب شوى وه.

چې له کبله يې دواړو هېوادونو کله چې د افغانستان په اړه څه ويل، هڅه يې کوله داسې څه ونه وايي چې بل لورى پرې ولمسېږي.

د اړیکو ازمایښت

خو دغه اړيکي کابل کې د هند پر سفارت د حقاني ډلې له بريده وروسته تر ازميښت لاندې راغلل.

هند او متحدو ايالاتو د پاکستان استخباراتي اداره(ISI) په پر له پسې توگه د حقاني شبکې سره پر مرسته او لاس لرلو تورنه کړې.

خو له کله چې د حقاني ډلې برېدونه بند شول، امریکا او پاکستان يو د بل پر ضد جذباتي ويناوې هم کمې کړې.

د ولسمشر کرزي او د افغان وسله وال ځواک د جنرالانو د دوامدارو نيوکو، د ايران او روسیې د تاکيد چې د هند پر زياتو مرستو يې کاوه بیا هم هند د وسلو په برخه کې د افغان حکومت له غوښتني ډډه وکړه.

هند استدلال کاوه چي نه غواړي د افغانستان په کورنۍ جگړه کې ښکېل شي.

خو احمد رشيد زياتوي چې د پاکستان وسله وال ځواک، افغانستان کې د هند پر ښکېلتيا شک لري.

خو اوس چې د روان کال په ورستیو کې امريکايان له افغانستانه وځي، داسې ښکاري چې ورسره هند هم د افغانستان په اړه خپله تگلاره کې بدلون راوستی وي.

احمد رشيد کاږي، تمه کېږي چې هند به له کابل سره د نژدې ټولو زړو روسي وسلو ترميم لپاره افغان حکومت ته يوه فابرېکه جوړه کړي.

گومان کېږي چې هند به د ځينو سپکو وسلو او توپونو چې روسيه يې افغانستان ته ورکوي، پيسې پرې کړي.

څه موده وړاندې روسیې د امریکا په پيسو افغان پوځ ته د ام ۱۷ چورلکې ورکړې.

د پاکستان اندېښنې

همدا راز دواړو هېوادونو ويلي چې په راتلونکي کې به افغانستان ته درنې وسلې هم برابرې کړي چې دا به د پاکستان د وسله وال ځواک د نارامۍ سبب شي.

همدا رنگه بي بي سي ته په خپله ليکنه کې احمد رشيد ليکي: د وسلو دغه سيالي ښايي يو وار بيا په افغانستان کې د ۱۹٩٠ کلونو په څېر کورنۍ جگړه رامنځ ته کړي.

خو د لیکوال په ګومان، يو هېواد چې ښايي انډول رامنځ ته کړي چين دی، خو چين هم له وړاندې د ولسمشر کرزي غوښتنه رد کړې، ځکه چين نه غواړي چي ځان په سيمه یيزو لانجو کې ښکېل کړي.

احمد رشيد لیکي، دا شونې ده چې پاکستان پر چين چې يو متحد يې دى، فشار زيات کړي چې هغوی د افغانستان په لانجه کې رول ولوبوي.

احمد رشيد د خپلې ليکنې په پای کې کاږي چي افغانستان تر وسلو زيات ديپلوماسۍ او له طالبانو سره سولې ته اړتيا لري.

ورته مطالب