د حزب د شوراګانو اتحاد د اشرف غني ملاتړ وکړ

Image caption د ټاکنو د ابتدايي پايلو له مخې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر نورو ډېرې رايې خپلې کړې دي

که څه هم تر اوسه د ټاکنو خپلواک کمېسيون په رسمي ډول د ټاکنو دويم پړاو نه دی اعلان کړی، خو له پايلو داسې برېښي چې هېڅ نوماند په لومړي پړاو کې پنځوس جمع يو رايې، نه شي ګټلی.

د افغانستان د اسلامي حزب د شوراګانو اتحاد د ولسمشرۍ له يوه مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

په دغه اتحاد کې د اسلامي حزب د نورو وتلو څېرو ترڅنګ قاضي محمد امين وقاد او وحيدالله سباوون هم شامل دي.

له اشرف غني احمدزي نه د ملاتړ په موخه جوړې شوې غونډې کې ښاغلي احمدزي پر خپل ټاکنيز سيال عبدالله عبدالله غږ وکړ، چې د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو کې د همکارۍ لاس ورکړي.

ښاغلي احمدزي وويل سياست د نفاق ډګر نه دی، بلکې د مشروع سيالۍ ډګر دی او بايد هر څه له سالمې لارې ترسره شي.

اشرف غني احمدزي وويل خلکو د ده پر انتخاباتي ډلې باور کړی او په هېڅ ډول غير قانوني معاملې ته چمتو نه دی.

خو زياته يې کړه ملي مشارکت ته ژمن دی او په هېڅ ډول انحصار طلبي ته باور نه لري او د افغانستان ټول قشرونه بايد په حکومت کې ونډه ولري.

ښاغلي احمدزي د هغو کسانو او د ځينو ډلو د وياندانو هغه څرګندونې چې د ده په خبره د خلکو ترمنځ نفاق اچوي غيرمسوولانه وبللې.

ښاغلي غني وويل هغه کسان چې زموږ لپاره په ټاکنو درغلي کوي موږ يې غندنه کوو او نور يې هم بايد غندنه وکړي.

د ټاکنو مخکښ نوماند له رسنيو هم وغوښتل هغه کسان چې د خلکو ترمنځ د کرکې تخم کري او افراطي خبرې کوي په خپلو بحثونو کې اجازه ور نه کړي.

ده وویل داسې کسان زموږ او ستاسو استازيتوب نه کوي.

څو ورځې وړاندې د ولسمشرۍ د ټاکنو يوه نوماند ګل اغا شيرزي د ټاکنو له بل مخکښ نوماند عبدالله عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ورته مطالب