ننګرهار کې د درمل جوړولو فابريکې کار پیل کړ

Image caption چارواکي وايي دوی به د دغې فابريکې د توليداتو کلکه څارنه په راتلونکې کې هم کوي

د درمل جوړونې يوې فابريکې د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې درمل جوړول پيل کړل. د فابريکې مسوولين وايي په دې فابريکه کې ۱۵ ډوله بېلابېل درمل جوړېږي.

ببرک مياخيل په خپل راپور کې کاږي، سيمه ييز روغتيايي چارواکي وايي د دوی د ارزونې له مخې د فابريکې د درملو څرنګوالی لوړ دی.

که څه هم په پلازمېنه کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د درمل جوړولو فابريکې په تېرو څو کلونو کې جوړې شوې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په ختيځ کې د درملو فابريکه جوړېږي.

د ابوار په نوم درمل جوړولو فابريکې يو مسوول ډاکټر عزيز عزيزي په وينا د دغې فابريکې لومړنۍ پانګه نژدې ۵۵ ميليونه افغانۍ ده، چې شاوخوا يو ميليون ډالر کېږي.

ښاغلی عزيزي وايي: ''د دغو پيسو ۲۵ ميليونه افغانۍ په ودانۍ او ځمکه لګېدلي. نژدې ۱۴،۴ ميليونه افغانۍ په ماشينونو او نورو اړينو وسایلو مصرف شوي. ۱۵،۳ ميليونه افغانۍ دوراني پانګه ده. دا فابريکه څلور برخې لري، خو موږ يې يوازې يوه برخه فعاله کړې ده''.

د فابريکې مسوولين وايي دمګړۍ په دې فابريکه له سلو ډېر کارګر په کې په دندو ګومارل شوي دي.

دغې فابريکې ته د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له لوري د ۱۵ قلمه درملو د جوړېدو اجازه ورکړای شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا مشر ډاکټر نجيب الله کاموال يې چارې د څرنګوالي له پلوه ښې وارزولې:

''تر دې مهاله د عامې روغتيا وزارت د کيفيت د کنټرول او د فارمسي ادارې لوی رياست راپورونو دا ښوولې چې د دوی توليدات معياري دي. او زه په ننګرهار په ولايت د ټول صحي پرسونل نه که په خصوصي او دولتي سکتور کې کار کوي هيله لرم د دغې فابريکې له توليداتو په دغه حوزه او ټول افغانستان کې ګټه واخلي''.

خو چارواکي وايي دوی به بيا هم د دغې فابريکې د توليداتو کلکه څارنه کوي.

په افغانستان په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د صنعت او توليد پر وړاندې بريښنا يوه لويه ننګونه ده، چې د درملو د دې فابريکې پر وړاندې تر ټولو يو لوى خنډ دى.

د فابريکې د مسولينو په وينا دمګړۍ به دوی له ډيزلي بريښنا نه کار اخلي. دا رنګه يې خام مواد هم له بهر نه راوړل کيږي.

د افغانستان په ختيځ کې د درملو يوه فابريکه داسې مهال جويږي چې دغلته پر درملو د ټيټ کيفيت له امله تل نيوکې کيږي.

دوه ورځې وړاندې يو شمېر روغتونونه او درملتونونه پر همدغه تور چارواکو وتړل چې ګواکې څرنګوالى او خدمتونه يې معياري نه دي.

ورته مطالب