افغان سټ ۱ سپوږمکۍ رسمآ فعاليت پيل کړ

Image caption چارواکي وايي وروسته له دې خلک کولای شي ټول کورني تلويزيوني چينلونه د دغې سپوږمکۍ پر مټ وګوري

افغانستان په خپل تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د خپلې سپوږمکۍ خاوند شو او د افغان سټ ۱ سپوږمکۍ نن (شنبه، ۱۰ مې) په رسمي ډول په فعاليت پيل وکړ.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي د دغې سپوږمکۍ پر مټ به خلک وکولای شي د افغانستان ټول تلويزيوني چينلونه په يوه سپوږمکۍ کې ونيسي.

تر دې وړاندې د افغانستان تلويزيوني شبکې په څو سپوږمکيو ويشل شوې وې او خلک اړ وو، چې د کورنيو چينلونو د ليدلو لپاره څو ډېشونه/ تبۍ فعالې کړي.

افغان سټ ۱ سپوږمکۍ کولای شي د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو په ګډون د افغان تلويزيونونو خپرونې تر منځني ختيځ، سويلي اسيا او منځنۍ اسيا پورې ورسوي.

د مخابراتو وزير اميرزی سنګين وايي مخکې که يو تلويزيوني چينل غوښتل چې خپرونې يې په ټول هېواد کې خپرې شي نو اړ و، چې له ۳۰ تر ۴۰ ميليونه ډالره ولګوي.

خو دی وايي اوس ډېر تلويزيوني چينلونه کولای شي له يوې پايې/انتن نه په يوه وخت کې خپلې خپرونې ټولو ښارونو او ولسواليو ته ورسوي.

د مخابراتو وزارت وايي، په افغانستان کې اوسمهال ۸۹ تلويزيوني چينلونه فعال دي، چې ۳۵ يې يوازې په کابل کې دي.

وزارت دغه راز وايي په ټول هېواد کې ۲۲۰ راډيوګانې فعالې دي، چې ۶۰ يې يوازې په پلازمېنه کابل کې دي.

د مخابراتو وزير اميرزی سنګين وايي هڅه يې دا ده چې په راتلونکو دوو مياشتو کې د افغانستان د تلويزيوني چينلونو خپرونې له انالوګ نه ډيجټل ته واړوي.

ښاغلی سنګين وايي د دې لويه ګټه به دا وي، چې د تصوير او غږ په کيفيت کې به ښه والی راشي.

د مخابراتو وزير اميرزي سنګين په کابل کې په دې اړه جوړې غونډې ته وويل هغه پرمختګونه چې افغانستان په تېرو ۱۲ کلونو کې په دې برخه کې کړي ګاونديو هېوادونو په ۵۰ کلونو کې نه دي کړي.

ده وويل افغان سټ ۱ سپوږمکۍ ته د تلويزيونونو خېژولو بيه مناسبه ده او هیله يې وښوده چې ټول افغان تلويزيوني چينلونه له دې سپوږمکۍ سره وتړي.

ورته مطالب