کوبېش: د بهرنيو مرستو د همغږۍ غونډه راغواړو

Image caption يان کوبېش ويلي دغه غونډه به په افغانستان کې د نوي حکومت له راتلو وروسته جوړه شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش ویلي چې د روان میلادي کال په پای کې به د بهرنیو مرستو د همغږۍ په موخه یوه نړیواله غونډه جوړوي.

ښاغلي کوبېش وويل په دغه غونډه کې به د افغانستان نوی ټاکل کېدونکی حکومت هم ونډه ولري.

بله غاړه افغان حکومت له مرستندویه هیوادونو غوښتي چې پر خپلو کړو ژمنو ولاړ پاتې شي او پر خپل مهال یې پوره کړي.

مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي، د افغانستان د مالیې وزیر دا خبره کابل کې هغې غونډې ته وکړه چې د افغان حکومت او بهرنیو مرستندویانو د ژمنو پوره کولو کچه یې جوتوله.

داسې مهال چې افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې استازو د توکیو غونډې د مرستو د ژمنو د پوره کولو یا نه پوره کولو کچې ارزولې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش غونډې ته وویل دواړه غاړې یانې افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید خپلې ژمنې پوره کړي.

ښاغلي کوبیش د نوي افغان حکومت تر راتلو وروسته د اړوندې موضوع په اړه د یوې نړیوالې غونډې جوړیدو خبره وکړه.

ده وويل: ''دا د نوي حکومت لپاره هم یوه سریزه ده، چې د دغه کال په پای کې ځان له نړیوالې ټولنې سره د یوې پرمختیايي غونډې لپاره چمتو کړي، چې د توکیو پریکړې پسې تعقیب کړي. په دغه ناسته کې به هغه څه اروزل کیږي، چې له توکیو غونډې تر دې مهاله تر سره شوي دي. سربیره پر دې نړیواله ټولنه به د توکیو غونډې په رڼا کې خپلو همکاریو ته نوې اډانه جوړوي''.

خو ښاغلي کوبيش نه دي ويلي چې دغه غونډه به په افغانستان کې جوړېږي او که له افغانستان نه بهر.

بله غاړه د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د غونډې ګډونوالو ته وویل په توکیو غونډه کې یې مرستندویانو ته ډاډ ورکړی و، چې په ۱۷ ډګرونو کې به پرمختیا راولي.

د نوموړي په وینا تر دې مهاله یې ۱۶ برخې بشپړې کړي او په وروستۍ برخه کې یې هم يو څه پرمختګ کړی دی.

هغه د کانونو، بانکولۍ او مالیو قوانین تصویبول له نړیوالو سره د افغان حکومت له کړو ژمنو وبلل چې په خبره یې په دې برخه کې پام وړ پرمختګ شوی دی.

د مالیې وزیر وویل چې تیر کال د افغانستان د عوایدو کچه ۱۴ په سلو کې لوړه شوې ده.

د ښاغلي زاخیلوال د خبرو پر بنسټ له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتو مهال ویش نژدې کیدل او پر اړه یې ناسم تبلیغات د دې لامل شول چې افغانستان د توکيو له ژمنو سره سم خپل عایدات شل سلنه لوړ نه کړای شول.

د مالیې وزیر د خپلې وینا په ترڅ کې بهرني مرستندویان هم په غوږ ووهل چې ګواکې په توکیو کې کړې ژمنې یې په بشپړه توګه پوره نه کړې.

ښاغلي زاخيلوال وويل: ''دا چې موږ په پرمختیايي بودیجه کې ځینې ستونزې لرو یو بنسټیز لامل یې دا دی، چې یو شمیر مرستندویانو زموږ له هیلې سره سم پر خپل مهال پیسې را نه کړې. نن غواړو چې پر دې اړه ورسره یو پرانستی او جدي بحث ولرو. داسې سترګې پر لاره پاتې کیدل زموږ په ګټه نه دي، د دغو اړیکو په ګټه نه دي او زموږ او نړیوالې ټولنې د ګډو موخو په ګټه هم نه دي. په ځانګړي ډول په دغه ستونزمن سیاسي پړاو کې چې موږ په کې پرلپسې لویې لاسته راوړنې لرو، غواړو چې نړیواله ټولنه هم پر خپلو ژمنو ودریږي''.

توکیو غونډه د ۲۰۱۲ میلادي کال د جولای پر اوومه شوې وه، چې د نژدې ۷۰ مرستندویو هیوادونو او سازمانو استازو په کې ګډون کړی وو.

نړیوالو ژمنه کړې وه چې د ۲۰۱۵ میلادي کال تر پایه به له افغانستان سره ۱۶ میلیارده ډالره مرسته کوي.

له بلې غاړې افغانستان ژمنه کړې وه چې په حکومتولۍ کې به بنسټیز سمونونه راولي.

افغان لوری ژمن شوی و چې د اداري درغلیو مخه به نیسي، د بشر د حقونو دفاع به کوي او د قانون واکمنیدا ته به لاره هواروي.

سربیره پر دې افغان حکومت ټټر وهلی و چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې به رڼو ولسمشریزو او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پارلماني ټاکنو ته لاره هواروي.

ورته مطالب