مدني ټولنې: ټاکنو کې گواښ ځاى نه لري

Image caption د مدني ټولنې د همغږۍ بنسټ له حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ټاکنو ولسواک ارزښت خوندي کړي

د مدني ټولنې د همغږۍ بنسټ د یو شمېر نوماندانو او د هغوی د پلویانو پر ځينو څرګندونو خواشیني څرگنده کړې چې وايي که د دوى نوماند بريالى نه شي نو افغانستان به کړکېچ کې کيوځي.

د دغه بنسټ استازو د چا نوم نه دی اخستی خو ویلي یې دي، ټاکنې یو ولسواک ارزښت دی،چې تاوتریخوالي ته په کې ځای نشته.

د مدني ټولنې د همغږۍ بنسټ وايي یو شمیر نوماندان او پلویان یې چې د قانوني بهیر د منلو پر ځای د وینو تویولو او کړکیچ رامنځ ته کولو ګواښونه کوي، دغه بنسټ او نور ګڼ مدني خوځښتونه یې نا مسوولانه بولي او غندي یې.

د بنسټ یوه استازي زبیر شفیقي وویل چې رایه ورکول یو ولسواک ارزښت دی او د تاوتریخوالي ګواښونه په کې ځای نه لري.

د مدني ټولنو دغې ټولګې له افغان حکومت، ملګرو ملتونو،او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ټاکنو ولسواک ارزښت خوندي کړي.

همدا راز یې د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو او د هغوی له پلویانو وغوښتل چې د قانوني بهیر پایلو ته سترګې پر لاره پاتې شي او د زور او کړکیچ رامنځ ته کولو له خبرو لاس واخلي.

د بنسټ د پریکړه لیک په وروستیو کې راغلي دي چې افغان ولس د ولسواکۍ په لاره کې د سرونو قربانۍ ورکړي او په وینا یې چاته به اجازه ورنه کړي چې دا ولسواک ارزښت د څو تنو د هوسونو ښکار شي.

د مدني ټولنو د همغږۍ ټولنې د چا نوم نه دی اخستی،خو دا غبرګون وروسته تر هغې پر ډاګه کوي چې د یو شمیر نوماندانو پلویانو د ټاکنو تر پایلو جوتیدو مخکې واک خپل حق وګاڼه او ځینو يې رسنیو ته داسې څرگندونې هم وکړې چې د ځينو په باور په کې گواښ نغښتى و.

ورته مطالب