کندهار: د کلینیک مخې ته ځانمرګي شپږ افغانان وژلي

د انځور حقوق
Image caption تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.

د افغانستان په سوېل کې د کندهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، یوه ځانوژونکي د کلینیک مخې ته ځان چوولی، چې لږترلږه شپږ ولسي وګړي یې وژلي او ۳۸ نور کسان یې ټپیان کړي دي.

په کندهار کې مامون درانی وايي، برید د یکشنبې په ورځ غرمه مهال نژدې یوولس بجې د سپین بولدک او دامان ولسوالیو ترمنځ پر لویه لاره د دامان په مونډي حصار کلي کې وشو.

دغه کلی د کندهار هوايي ډګر ته نژدې پروت دی.

دراني بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلېفون پر کرښه وویل، برید کوونکي هغه مهال له چاودېدونکو توکو ډکه کرولا وچووله، چې بهرنیان یوه سیمه ییز کلینیک ته د درمل اخیستو لپاره ورغلل او له کلینیکه یې ټول ناروغان بهر ته راوایستل.

درانی زیاتوي، ظاهراً د برید هدف بهرنیان وو، خو هغوی ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه برید غندلی او دا یې د 'هېواد د دښمنانو' کار بللی دی.

له ارګ نه په خپره وې ویناپاڼه کې ویل شوي چې ''دا ترهګریزاو د انسانیت ضد برید د افغانستان د خلکو د دښومانو کار دی، چې زموږ د خاورې او سوکالۍ دومره ذلیل شوي، چې پر روغتیايي مرکزونو کې هم پر بې ګناه افغانانو، ښځو او ماشومانو وژونکي بریدونه کوي''.

د کندهار والي توریالي ویسا او کندهار د عامې روغتیا مشر عبدالقیوم پخلا ویلي، وژل شوي ټول عام وګړي دي، خو په ټپیانو کې کې کوچینان، او ښځې هم دي.

دوی وايي، چې په ټپیانو کې دوه د ملي اردو سرتېري، دوه د کلینیک کارکوونکي او نور ټول ولسي وګړي او ناروغان دي.

وسله وال طالبان وایي، دغه برید د دوی یوه ملګري کړی.

ددغې ډلې یوه ویاند قاري یوسف احمدي په برید کېتر لسو د ډېرو بهرنیو سرتېرو د وژل کېدو او د همدومره د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

ویلي، په دغه ځانوژونکي برید کې تر لسو زیات بهرنی سرتیری وژلي او همدومره یې ټپیان کړي دي .

ورته مطالب