''نواندېش د کابل ښاروال په توګه نه پېژنو''

د انځور حقوق WJ
Image caption ولسمشر کرزي لويې څارنوالۍ ته لارښوونه کړې، چې دغه لانجه وڅېړي

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د کابل ښاروال محمد يونس نواندېش نور په رسمیت نه پېژني.

د ښاروال او د ولسي جرګې د یو شمېر غړو تر منځ پر یوه بل د فساد د تورونو د لانجې پر سر له څرګندونو وروسته د جرګې حاضرو غړو پرون پرېکړه وکړه چې ښاغلی نواندېش نور دوی د کابل ښاروال په توګه نه پېژني.

ګلستان شینواری په خپل راپور کې وايي په دې سره د ښاروال پر ضد د جرګې د یو شمېر غړو اعتراض هم پای ته ورسېد.

د جرګې معترضو غړو همدا راز د لویې څارنوالۍ وروستۍ څرګندونې یو اړخیزې وبللې او غوښتنه یې ترې وکړه، چې دا قضیه په عادلانه ډول و ارزوي.

د کابل ښاروال محمد یونس نواندېش او د افغانستان د ولسي جرګې د یو شمېر غړو تر منځ لانجه پرون یوه بل پړاو ته ورسېده.

د جرګې په عمومي غونډه کې حاضرو غړو پرېکړه وکړه، چې ښاغلی نواندېش نور دوی د کابل ښاروال په توګه په رسمیت نه پېژني او کارونه یې دوی ته قانوني حیثیت نه لري.

په دې پرېکړې سره د معترضو جرګه والو اعتراض هم پای ته ورسول شو او د ښاروالۍ په انګړ کې یې لګولې خېمې راټولې کړې.

د جرګې دغو غړو د څارنوالۍ وروستۍ څرګندونې یو اړخیزې وبللې. د دوی له ډلې یوه تن عبدالقادر ځاځي د نورو په استازیتوب د خبرو پر مهال له څارنوالۍ وغوښتل چې په دې اړه عادلانه او بې طرفه پلټنې وکړي.

خو د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو پرون په خپلې خبري غونډې کې وویل، چې دوی د دې لانجې په اړه خپلې پلټنې تازه پیل کړي او په وینا یې د ټولو خواوو له څېړلو وروسته به خپله پرېکړه اعلان کړي.

د افغانستان د ملي شورا د یو شمېر غړو او کابل ښاروال محمد یونس نواندېش تر منځ پر یوه بل د فساد د تورونو لړۍ له تېرو څو میاشتو راهیسې روانه وه، خو تېره اوونۍ د یو شمېر جرګه والو له اعتصابه وروسته ولسمشر کرزي لویې څارنوالۍ ته امر وکړ، چې په دې اړه پلټنې وکړي.

ورته مطالب