افغان چارواکي د لسګونو وسلوالو د وژلو ادعا کوي

د انځور حقوق Getty
Image caption د افغانستان امنیتي ځواکونو شمېر نږدې څلور لکو ته رسیږي

په افغانستان کې امنیتي سرچينې وايي، طالبانو د خپلو پسرلنيو عملیاتو په ترڅ کې په ۲۱ ولایتونو بریدونه کړي چې د لسګونو سخت دریځو د وژل کېدو لامل شوي دي.

د دوشنبې پر ورځ ( غويي ۲۲مه) دې ډلې اعلان وکړ چې د بګرام پر هوايي ډګر په راکټي بريدونو يې د خيبر په نوم پسرلني عملیات پیل کړل.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن پر خپل تویټر لیکلي، چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې په ۲۱ ولایتونو بریدونه کړي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۱ اورپکي وژل شوي دي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه دا سخت دریځي په کونړ، میدان وردګ، کندهار، اروزګان، فراه، هرات، کندوز، کابل او هلمند ولایتونو کې وژل شوي.

ده همدارنګه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼيو په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو د پیلیدو خبر هم ورکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ويلي، په دې عملیاتو کې د طالبانو لږترلږه ۲۵ غړي وژل شوي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه اطلاعیه کې ويلي دا عملیات پرون پیل شوي او تراوسه هم دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زيان نه دی رسیدلی، خو د دفاع وزارت ویاند دا تايید کړه چې څلور سرتېري د ماین چاودنې له امله وژل شوي، خو د پېښې کره ځای يې نه دی ښوولی.

خوګیاڼي د ننګرهار یوه ناامنه ولسوالي ده چې د ډېورنډ له کرښې هاخوا له جنوبي وزیرستان او شمالي وزيرستان سره ګډه پوله لري.

داسې ویل کیږي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو او د نورو هیوادونو له سخت دریځو سره يو ځای د وزیرستان له لارې خوګیاڼيو ولسوالۍ ته ورځي.

د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو په پیل کیدو سره درې بريدګرو پرون د ننګرهار په مرکز جلااباد کې د عدليې چارو پر رياست بريد وکړ.

په دغه برید کې له بریدګرو پرته اووه کسان نور وژل شوي چې ډېری يې ولسي خلک دي.

ورته مطالب