برتانیا پارلمان غړي د افغانستان جګړې پلټنه غواړي

د انځور حقوق PA
Image caption له ۲۰۰۱ م کاله وروسته د افغانستان په جګړه کې څه د پاسه ۴۵۰ برتانوي پوځیان وژل شوي دي.

د برتانیا د پارلمان غړو له حکومته غوښتي چې تر هغه وروسته چې د کال په پای کې برتانوي سرتېري له افغانستانه وځي، له جګړې نه د زده شوو لوستونو په اړه پلټنه پیل کړي.

د پارلمان دفاعي کمېټه وایي، وزیران باید د جګړې د موخو او په دې اړه چې په اړه یې هڅې څومره اغېزمنې وې، هر اړخیزه څېړنه وکړي.

د برتانیې د دفاع وزیر فېلېپ هاموند ژمنه کړې چې د جګړې په پای کې به دې مسلې ته د ستراتيژي په سترګه ګوري.

له ۲۰۰۱ م کاله وروسته د افغانستان په جګړه کې څه د پاسه ۴۵۰ برتانوي پوځیان وژل شوي دي.

د عراق د جګړې په اړه پلټنه شاوخوا پنځه کاله وړاندې پیل شوه خو تر اوسه یې هم پایلې نه دې خپرې شوې.

لامل یې دا دی چې د پخواني مشر ملکي مامور سېر جانو چېلکوت او کابینې د کار کوونکو تر منځ په دې اړه لانجه را منځ ته شوه چې کوم اسناد به خپروي او افشا کوي به یې؟

نا څرګند

د افغانستان په اړه د رپوټ په برخه کې د برتانیا د دفاع وزیر فېلېپ هاموند وایي په افغانستان کې طالبان د یوه غښتلي او دوامدار ګواښ په توګه پاتې دي.

رپوټ زیاتوي، هغه مهال چې له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي، دا هېواد د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

پارلماني کمېټه د یوه ناڅرګند راتلونکي خبرداری ورکوي او وایي، هیله منه ده چې د فېلېپ هاموند هغه وړاندوینه رښتیا وخېژي چې په افغانستتان کې به کورنۍ جګړه پیل نه شي.

رپوټ وایي، په داسې حال کې چې د نړیوالو ځواکونو په شته والي کې د ښځو او نجونو حقونو ته ډېر پام شوی خو د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دې برخه کې پرمختګ نازک پاتې کېږي.

خو د نشه یي توکو سره د برتانیې د مبارزې تګلاره ناکامه وه.

په داسي حال کې چې له هلمنده برتانوي ځواکونه وتلو ته تیاری نیسي، هلته د تریاکو د کر کیلې اندازه تر ټولو لوړې کچې ته ختلې ده.

په رپوټ کې راغلي، برتانیا اندېښنه لري چې دا به د سازماني جنایي جرمونو تر سره کولو ته لاره هواره کړي او د دموکراتیک حکومت چلونې چاره به له ننګونې سره مخ کړي.

د برتانیې دفاعي کمېټه پر حکومت غږ کوي چې د افغانستان د کمپاین په اړه هر اړخیز رپوټ خپور کړي او د لوست زده کړې په اړه هر اړخیزه پلټنه پیل کړي.

د رپوټ په یوه برخه کې راغلي، دا پلټنه باید څرګنده کړي چې سیاسي بهیر څه ډول و؟ د کمپاین پر مهال هغه څنګه پر مخ ولاړ او دا قضاوت وکړي چې د کمپاین پر مهال سیاسي، اقتصادي او نظامي تګلارې څومره اغېزمنې وې؟

کمېټه دا هم وایي چې وړه پانګونه هم د راتلونکو پلانونو پر څرنګوالي اغېز کولی شي.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، حتمي نه ده چې د افغانستان په اړه څېړنه د ولس په وړاندې تر سره شي بلکه باید پایلې یې وزیرانو او د کابینې چارواکيو ته په ډاګه شي.

سرچینه زیاتوي، دا پرېکړه باید د راتلونکي حکومت له خوا وشي.

د پارلماني کمېټې یوه غړي، د کارګرګوند دای هاوارد بي بي سي ته وویل چې د"پلټنې مانا دا نه ده چې یو څوک دې وموندل شي او هغه دې ګرم وبلل شي.

د دې مانا به دا وي چې پارلمان باید حکومت ته ووایي چې دا مسلې په پام کې ونیسي. له تجربو نه باید ګټه واخیستله شي."

د پارلمان دې کمېټې ته په غبرګون کې ښاغلي هاموند وویل "په داسې حال کې چې له افغانستانه بهرني ځواکونه وتلو ته تیاری نیسي، موږ په خپلو ځواکونو ویاړو چې په افغانستان کې د دوی تر ماموریت وروسته اوس دا هېواد داسې ځای دی چې ترهګر به زموږ د هېواد او ملګرو ګټو ته ګواښ نه شي پېښولی."

د برتانیا حکومت مخالف کارګر ګوند غړی وېرنون کوکر وایي، دا مهمه ده چې د افغانستان په اوږدمهالو او پېچلو عملیاتو کې له ښکېلتیا لوست زده شي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د پوځي عملیاتو ارزونه د پوځ لپاره لویه ننګونه ده او موږ باید هغه وازمایو او ځانونه باوري کړو چې په تېرو کلونو کې مو په افغانستان کې د جګړې پرمهال کوم پرمختګونه کړي دي.

د برتانیې د دفاعي کمېټې د دغې پلتڼې موخه دا ده چې راتلونکي حکومتونه له روان جنګي ماموریته زړه کړه وکړي او په راتلونکي کې له ورته تېروتنو ډډه وکړي.

ورته مطالب