'فساد او لږ وسایل د اقتصاد پر وړاندې خنډونه دي'

د انځور حقوق
Image caption دغه سروي د افغانستان د سوداګرې خونې له خوا د جرمني د پراختیايي همکاریو د ادارې په مرسته ترسره شوې ده.

افغانستان کې یوه تازه سروې ښيي چې امنیتي ننګونې، اداري فساد، د ځمکې، برېښنا او اوبو کموالی لا هم د افغانستان د سوداګرو او پانګه والو په وړاندې لوی خنډونه دي. دا سروې د افغانستان د سوداګرۍ خونې له خوا په څلورو ولایتونو کې شوې ده. د دغه بنسټ چارواکي وايي سروې ښيي چې پانګه وال د راتلونکې په اړه هیله من دي او تر ډېره د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون او ټاکنو ډاډه دي. له کابله سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې کاږي، دغه سروي د افغانستان په څلورو ولایتونو کابل، کندهار، ننګرهار او بلخ کې له څلور سوه صنعتکارانو، پانګه والو او سوداګرو سره د مرکو پر بنسټ ترسره شوې ده.

د افغانستان سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل دغه سروې په افغانستان کې د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې د وضعیت ارزولو لپاره شوې ده.

ښاغلی الکوزی وايي پوښتل شویو کسانو ویلي چې د اوبو، ځمکې او برېښنا کموالی د صنعت د ودې او پانګونې په وړاندې لوی خنډونه دي. هغه وايي امنیتي ننګونې او په ځانګړې ډول د سوداګرو او پانګواله د شخصي امنیت په وړاندې ستونزې ، ادارې فساد او بیوروکراسي لا هم د پانګونې چاره له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې ده.

دغو سوداګرو او صنعتکارانو ویلي موسمي بدلونونو هم د دوی پر کاروبار منفي اغېز کړی دی. د دغې سروې پایلې دا په ډاګه کوي چې پانګه وال راتلونکې ته هیله من دي او ډاډه دي چې د افغانستان او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکیدل او د ټاکنو ترسره کېدل به د دوی پر کاروبار مثبت اغیز ولري.

د پانګونې او سوداګرې د وضعیت په اړه په دغې سروې کې پوښتل شویو کسانو وړاندیز کړی چې راتلونکې حکومت دې د خپلې پنځه کلنې دورې لپاره کاري پلان جوړ کړي او په اقتصادي برخه کې دې خپل لومړیتوبونه په ډاګه کړي. پوښتل شویو کسانو دغه راز وړاندیز کړی چې بنسټیزې پروژې دې پلي شي، د کانونو او کرنې برخو ته دې ډیر پام وشي او انحصار دې له منځه یوړل شي.

دغه سروي د افغانستان د سوداګرې خونې له خوا د جرمني د پراختیايي همکاریو د ادارې په مرسته ترسره شوې ده. په همدې اړه درې میاشتې وړاندې په کابل، کندهار او بلخ ولایتونو کې ترسره شوې وه.

ورته مطالب