مخکښو نوماندانو د ټاکنو وروستۍ پایلې ومنلې

د انځور حقوق AFP
Image caption د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وروستۍ پایلې ومنلې

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ۱۳۹۳ لمريز کال ټاکنو وروستيو پايلو په اړه غبرګونونو کې وويل په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او د ټاکنو کمېسيون بايد د دغو ټګيو مخه نيولې وای.

د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته، لومړی اشرف غني احمدزي خبري کنفرانس ته وینا و کړه.

هغه ادعا وکړه، که د دوی شکايتونو ته پام شوی وای، نو شاوخوا ۸۰۰ زره رايې به باطلې شوې وای، خو په خبره يې اوس ايله ۱۰۰زره رايې باطلې شوې دي.

ښاغلي غني وويل د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخپله هم اعتراف کړی، چې کارکوونکو يې ستونزې لرلې.

اشرف غني وويل نه يوازې دا چې د کمېسيون دغه کارکوونکي له دندو ګوښه شي، بلکې قانون ته وسپارل شي او په وينا يې بايد (زندان) وويني.

ده يو ځل بيا پر ولسمشر کرزي غږ وکړ د هغو واليانو او دولتي چارواکو دندې دې وځنډوي چې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنو په درغليو کې ښکېل وو.

ښاغلي غني دغه راز پر ولسمشر کرزي غږ وکړ، چې په ټاکنو کې خپله بشپړه بېطرفي وساتي او د افغانستان له ملي شورا يې وغوښتل چې پر حکومت خپل نظارت پياوړی کړي.

د ټاکنو دغه مخکښ نوماند وويل، زه او عبدالله عبدالله دواړه د افغانستان د ثبات مسوول يو او هغه کسان چې د 'افغان ولس ترمنځ نفاق' اچوي بايد له خپلې خوا لرې کړو.

ده پر خپل ټاکنيز سيال عبدالله عبدالله غږ وکړ، هر هغه څوک چې په ټاکنو کې درغلي کوي بايد خاين وبولي، چې دغه بهير په شفاف ډول ترسره شي.

ښاغلي غني وویل، دوی به د ولس تصمیم ته درناوی کوي.

د ده په وینا، ډېر مهم شخصیتونه، خویندي او وروڼه او د مدني ټولنې غړي په دویم پړاو کې ور سره یو ځای شوي دي او دا یې په دویم پړاو کې بري ته نژدې کوي.

وروسته د ده سیال عبدالله عبدالله په خبري ناسته کې وویل، تر ټاکنو ورسته له ټاکنیزو کمیسیونونو سره په تماس کې وو، خپل شکایتونه یې ورته رسولي او د ټاکنو په دویم پړاو کې په شفافیت او قانوني والي ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه د خلکو رایو ته درناوی کوي او دا یې رد کړه چې ګواکې چاته یې ګواښ کړی دی.

د ده په وینا له ستونزو سره سره خلکو په ټاکنو کې ګډون وکړ او باوري دی چې دا ځل به هم خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د ښاغلي عبدالله په وینا د ټاکنو دویم پړاو باید شفاف وي، سم څار یې وشي او د شکایتونو په اړه به په خپل وخت خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړه خپلو خلکو ته باور ورکوي چې د بري په صورت کې به د دوی د ژوند ښه کولو له پاره کار کوي.

ده وویل هغه حکومت چې د خلکو په رایه به رامنځ ته کېږي، د افغانستان د ملي وحدت سمبول به وي.

هغه وویل، له نورو ټیمونو سره یې خبرې روانې دي نو د ده په وینا که له راتلونکو ملګرو سره یووالی په پام کې ونیول شي نو دوی به بریالي کېږي.

ورته مطالب