دادرس: برتانیا افغان بندیان موږ ته سپارلي

عبدالقیوم د انځور حقوق BBC World Service
Image caption عبدالقیوم وايي، په هلمند کې برتانوي ځواکونو یې څنګل سخته ژوبله کړې ده.

د افغان حکومت له لوري د هلمند او کندهار ولایتونو د بهرنیو ځواکونو په اډو کې د افغان بندیانو د څېړونکې ډلې غړي عبدالشکور دادرس بي بي سي ته ویلي، له دغو زندانونو افغان بندیان ایستل شوي دي.

ښاغلي دادرس وویل، چې په هلمند کې برتانوي ځواکونو ښایي ۱۷ بندیان او په کندهار کې شپږ افغان بندیان افغان حکومت ته سپارلي وي.

خو تر اوسه لا څرګنده نه ده، چې د ټولو بندیانو شمېر همدا وو او که نور هم پاتې دي.

وړاندې د افغانستان حکومت له برتانیا د هلمند او کندهار په پوځي اډو کې د بندي شویو افغانانو د سپارلو غوښتنه کړې وه.

وړاندې د افغانستان حکومت له برتانیا د هلمند او کندهار په پوځي اډو کې د بندي شویو افغانانو د سپارلو غوښتنه کړې وه.

د افغان حکومت له لوري ټاکل شوي پلاوي د برتانیا په دوو زندانونو کې ۲۳ بندیان موندلي چې یو یې پوره ۳۱ میاشتې په بند کې ساتل شوی دی.

خو په مقابل کې، افغان څېړونکی پلاوی چې کله د امریکا دوو نورو پوځي اډو ته ورغلی، هلته یې هېڅ کوم بندي نه دی موندلی.

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې په لندن کې محکمې وویل چې تر ۹۶ ساعتونو د ډېر وخت لپاره د بندیانو ساتل ناقانونه دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کندهار او هلمند ولایتونو د بهرنیو ځواکونو په اډو کې د زندانونو د پلټنې لپاره عبدالشکور دادرس مشر وټاکه.

ښاغلي دادرس ویلي: "د افغانستان په قوانینو کې بهرنیان د هېچا د بندیانولو اجازه نه لري. افغان ځواکونه هم دا حق نه لري، چې یوڅوک د یوې ورځې او یا یوه ساعت لپاره بندي کړي".

دی وايي، چې د هلمند باسټنین برتانوي اډه کې د ۱۷ بندیانو له ډلې هېڅ یو یې هم تر یوې میاشتې کم نه وو بندي شوی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دادرس: ''د کورنیو او نړیوالو قوانینو پربنسټ بهرنیان دا حق نه لري چې یو څوک د ډېر وخت لپاره بندي کړي".

نوموړی زیاتوي، په اډه کې د برتانوي چارواکو له خوا ورته ویل شوي چې د نور احمد په نامه یو بندي د ۳۱ میاشتو لپاره بندي ساتل شوی، چې د دوی په وینا هغه یو خطرناک سړی دی، چې باید خوشی نه شي.

خو ښاغلی دادرس وايي، د کورنیو او نړیوالو قوانینو پربنسټ "دوی دا حق نه لري چې یو څوک د دومره ډېر وخت لپاره بندي کړي".

"که هغه خطرناک سړي وي یا نه وي، دا د افغان ځواکونو کار دی چې په اړه یې څېړنه وکړي.

د برتانیا د دفاع وزیر فیلیپ هامونډ ویلي، د هلمند باباجي ولسوالۍ له بزګر عبدالقیوم او د هغه له زوی امان الله سره وغږېدم، چې دوی دواړه هم د نورو سلګونو خلکو په څېر د برتانوي ځواکونو له خوا په وروستیو کلونو کې بندیان شوي وو.

باباجي په ۲۰۰۸ کال د هغو خونړیو جګړو شاهده وه، چې یو شمېر برتانوي ځواکونه پکې ووژل شول.

په ۲۰۱۳ کې، دوه کسان په نیمه شپه له خواږه خوبه راویښ کړل شوي او له خپلو کورونو د وتلو امر ورته شوی.

امان الله وايي: "تپه تیاره وه، ان سړي خپل لاسونه هم نه شوای لیدلی، په باراني شپه مې غوښتل خپل پلار ته تیلیفون وکړم، خو د بهرنیو ځواکونو ژباړن راته وویل چې مخته ولاړ شه، که نه دوی به دې په ډزو ووژني".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فیلیپ هامونډ: "دلته موږ په جګړه کې ښکېل یو، موږ ته دا حق راکړل شوی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم هر راز اړین ګامونه واخلو".

"ما ویل نه ځم".

"دوی راته وویل چې لاسونه تر شا ونیسه، بیا یې زما لاسونه وتړل او سپی یې مخې ته راته ودراوه، سپی وداړلم، دا دی اوس یې هم زخمونه وینئ".

هلمند ولایت ته د برتانیا دفاع وزیر په وروستي سفر کې بي بي سي ته ویلي، برتانوي ځواکونو د جګړې په ډګر کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم شکمن سخت دریځي نیولي:

"دلته موږ په جګړه کې ښکېل یو، موږ ته دا حق راکړل شوی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم هر راز اړین ګامونه واخلو".

ورته مطالب