د ولسمشرۍ له نوماندانو د کمیسیون غوښتنې

د انځور حقوق AP
Image caption دا غوښتنه له اشرف غني احمدزي او عبد الله عبد الله څخه د ټاکنو د کمیسیون له چارواکو سره په یوه غونډه وشوه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دوه مخکښو نوماندانو غوښتنه وکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنو ددویم پړاو لپاره په ټاکنیزو منډو ترړو کې قومي، مذهبي او توکمیزو مسایلو ته لمن ونه وهي.

دا غوښتنه له اشرف غني احمدزي او عبد الله عبد الله څخه د ټاکنو د کمیسیون له چارواکو سره په یوه غونډه وشوه.

په دغې غونډه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو او د ټاکنو د کمیسیون له خوا د درې زرو نویو کارکوونکو د استخدام په اړه هم معلومات ورکړل شول.

په کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې دوه مخکښ نوماندان د کمیسیون دفتر ورغوښتي وو او له هغوی سره یې د ولسمشرۍ ټاکنو ددویم پړاو په اړه خبرې وکړې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور بي بي سي ته وویل د نورو اړوند مسایلو ترڅنګ کمیسیون له دواړو نوماندانو وغوښتل چې د دویم دور ټاکنو لپاره د ټاکنیز کمپاین پرمهال قومي ، توکمیز او مذهبي مسایلو ته له لمن وهلو ډډه وکړي:

''له دوی وغوښتل شول، چې قومي، مذهبي او نژادي مسائلو ته په کمپاینون کې لمن ونه وهي، که چېرې داسې موارد مطرح کېږي، دا د دوی لپاره سره کرښه ده، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او نور اړوند بنسټونه یې باید پر وړاندې جدي ګامونه واخلي''.

ښاغلي نور وویل دا ډول مسایل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له پاره د سرې کرښې حیثیت لري.

دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبد الله عبد الله تر اوسه د کمیسیون ددغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي .

د انځور حقوق
Image caption دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبد الله عبد الله تر اوسه د کمیسیون ددغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیو ویاند وايي په دغې غونډه کې دواړو نوماندانو ته د څلور زورو نویو محلونو په ګډون په دویم پړاو کې د ټاکنیزو محلونو د رایو پاڼو د لیږد په اړه معلومات ورکړل شول.

د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې چې د راتلونکې غبرګولي میاشتې په ۲۴ ترسره کیږي عبد الله عبدا لله او اشرف غني احمدزی سیالي کوي.

ددغه پړاو وروستۍ پایلې به د چنګاښ میاشتې په ۳۱ نیټه په ډاګه شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د هېواد له امنیتي ځواکونو غوښتي وو، چې په ټاکنو کې د کوم کاندید په ګټه او یا زیان له لاسوهنې کولو ډډهوکړي.

ورته مطالب