"ژر به افغانستان کې د فور جي سیستم فعال شي"

Image caption د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي اوس مهال ۹۰ سلنه افغانان مخابراتي خدمتونو ته لاس رسی لري.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وایي ډ‌ېر ژر به په افغانستان کې د فور جې/د مخابراتو د څلورم نسل سیستم ګټې اخیستلو ته وړاندې کړي او د څو کلونو په ترڅ کې به خلک د خپلو ګرځنده ټېلېفونونو پر مټ په ټاکنو کې هم ګډون وکړاي شي.

د دغه وزارت په وینا اوس مهال ۹۰ سلنه خلک مخابراتي خدمتونو ته لاس رسی لري.

په تېرو ۱۰ کلونو کې د مخابراتو په برخه کې ډېر پرمختګ شوی چې له امله یې اوس مهال په میلیونو کسان له ټېلېفوني خدمتونو برخمن دي او انټرنیټي اسانتیاوې هم د دوی په برخه شوي دي.

له کابله وړانګه علیزۍ په خپل رپوټ کې وايي اوس مهال په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک له بانکي خدمتونو نیولې د الوتکې د ټکټ تر اخیستلو او د برېښنا د لګښتونو تر پرې کولو پورې ټول د ګرځنده ټېلېفونونو له لارې کوي.

ډېر خو داسې هم وایي چې افغانستان د مخابراتو په برخه کې دومره پرمختګ کړې چې ځینو هېوادونو دغه لاره په ۵۰ کالو کې لنډه کړې ده.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وایي ډېر ژر به د فور جي انټرنیټې سیستم په دغه هېواد کې دود کړي.

د مخابراتو وزارت په وینا اوس مهال ۹۰ سلنه خلک د ګرځنده ټېلېفونونو خدمتونو او ۵۰ سلنه نور بیا انټرنیټي خدمتونو ته لاس رسی لري چې د څلورو خصوصي شرکتونو او یوه دولتي شرکت له خوا دوی ته وړاندې کېږي.

ځینو سیمه ییزو رسنیو داسې رپوټونه هم خپاره کړي چې په دغه هېواد کې له ۲۰ میلیونو نه ډېر خلک له ګرځنده ټېلېفونونو کار اخلي.

خو د مخابراتو مرستیال وزیر بریالی حسام وایي کیدای شي دغه شمېرې سمې نه وي.

د هغه په وینا په افغانستان کې یو کس له څو سیمکارتونو کار اخلي چې کیدای شي په دې توګه دغه شمېرې زیاتې ښوول شوې وي.

په تېرو ۱۰ کلونو کې د مخابراتو د پراخ پرمختګ له امله له ۹۰ نه ډېرې تلویزیونې شبکې او له ۲۰۰ نه ډېرې رادیوګانې په افغانستان کې فعالیت کوي، چې په دې توګه دغه وزارت په کال کې یو میلیارد او ۳۳۰ میلیونو ډالر له همدې لارې تر لاسه کوي.

دغه راز شاخوا ۱۴۰ زره کسانو ته د کار زمینې هم برابرې شوې دي.

خو له دې هر څه سره سره د افغانستان په ځینو سیمو کې داسې خلک هم شته چې له کرځنده ټېلېفون او د هغه له خدمتونو سره هېڅ آشنایي نه لري او اوس مهال هم د ګاونډي هېوادونو له سیمکارتونو کار اخلي چې لګښت یې هم ډېر دی.

د افغانستان د مخابراتو وزارت هم دا خبره مني او وایې چې د دغه کار ستر دلیل ناامني او د برېښنا نشتوالی دی.

خو د مخابراتو وزارت وایي ډېر ژر به په افغانستان کې داسې برېښنايي سیستم پلي کړي چې د دغه وزارت په وینا په ډېرو برخو کې به په حکومتي برخو کې هم اسانتیاوې برابرې کړي.

چارواکي دا هم وايي چې په دې ډول به خلک وکړاي شي چې د ګرځنده ټېلېفونونو له لارې په ټاکنو کې برخه واخلي او خپلې رایې هم له همدې لارې وکاروي.

ورته مطالب