' رسنۍ دې ژبنیو او قومي مسایلو ته لمن نه وهي '

Image caption د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایې د ټاکنو په لومړي پړوا کې شاوخوا په ۳ زره ټاکنیزو مرکزونو کې درغلۍ شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له رسنیو غوښتنه وکړه چې د ولسمشرۍ د دوو مخکښو نوماندانو د ټاکنیزو کمپانیونو په لړ کې دې قومي او ژبنیو مسایلو ته لمن نه وهي او هغه کارپوهان دې هم خپلو بحثونو ته نه رابولي چې د دوی په وینا پر دغې ناروغۍ اخته وي.

دا رنګه کمېسیون د ولسمشرۍ له دوو مخکښو نوماندانو هم غوښتنه وکړه چې د ټاکنیزو کمپانیونو په لړ کې دې له قومي او ژبنیزو مسایلو څخه ګټه نه پورته کوي او له دغه شان مسایلو څخه دی ځانونه لرې وساتي.

وړانګه علیزۍ له کابله خپل رپوټ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېسیون له قوله وایې، هغوې به دا ځل د ټاکنو بهیر چې له سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو خپریږی په غور سره څاري او چا ته به اجازه نه ورکوي چې دغلته نفاق او کرکې ته لمن ووهی.

دغه کمېسیون وایې، که رسنۍ خپل بې پرې والي ونه ساتي نو له هغوې سره به قانوني چلند وشي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو د کمېسیون مشره فریده نیکزاد وایې رسنې باید د ټاکنو پرمهال خپل بې پرې والې وساتي.

دمېرمن نیکزاد په وینا، نقدې جریمې او د هغوی د باور لیک باطلیدل چې دوې ته ورکړل شوی هغه څه دي چې دوی یې له سرغړونکو سره کولای شي، خو کمېسیون دا ګوتڅنډنه هم کوي چې د درنو جرمونو تر سره کونکي به عدلي او قانوني څانګو ته وسپاري.

د ټاکنو د رسنیو کمېسیون مشرې د رسنیو د سیاسي بحثونو له چلونکو غوښتنه کوله چې هغه مسایلو ته دې لمن نه وهي چې کړکېچ رامنځته کوي.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نوماندانو وغوښتنل چې دوې دې ژبنیو او قومي مسایلو ته لمن نه وهي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور وایې دوې ځینې هغه ټاکنیز اړین توکي یو شمېر ولایتونو ته لېږلي، خو هغه د امنیتي ستونزو له امله د دغو ولایتونو نومونه یاد نه کړل.

ښاغلي نور زیاته کړه چې د نوماندانو تبیلغاتي مبارزې به دوې ورځې وروسته د روان کال د غبرګولې پر لومړۍ نیټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۴ نېټې پورې به دوام وکړي، چې پکې د هر نوماند لپاره ‍۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت اټکل شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نوماندانو غوښتنه وکړه چې کولای شي هر یو ۲۵ زره کسه د څارونکو په توګه دوی ته وروپیژني.

کمېسیون دواړو نوماندانو ته دا ګوتڅنډنه هم وکړه چې که د دوی څارونکي ځینو سیمو ته له ورتګه ډډه وکړي بیا دوی نه شي کولای چې کمېسیون ته شکایت وکړي.

کمېسیون وايي دوې د ټاکنو له لومړي پړاوه ډېر څه زده کړي او هڅه کوي چې دا ځل بیا شوې تیروتنې تکرار نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایې د ټاکنو په لومړي پړوا کې شاوخوا په ۳ زره ټاکنیزو مرکزونو کې درغلۍ شوې او هغه کارکونکې په تور نوملړ کې راغلي چې په دغو درغلیو تورن وو، خو دوی وايي د ټاکنو په دویم پړاو کې به د هغوې پر ځاې نوې کسان وګوماري.

ورته مطالب