راحیل شریف: د ټاکنو امنیت خوندیتوب کې مرسته کوو

د انځور حقوق
Image caption دغه ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې ښايي د روان زېږدیز کال تر پایه به بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د پاکستان لوی درستیز ډاډ ورکړی چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره مرسته کوي. جنرال راحیل شریف په کابل کې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاد څرګند کړ.

ښاغلی شریف دا رنګه د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ همکاري په دواړو هېوادونو کې د سولې او ټیکاو لپاره اړینه وبلله.

محمود کوچی په خپل رپوټ کې لیکي، چې دا غونډه د درې ګونو غاړو تر منځ ۳۷ درې اړخیزه او د تړلو دروازو شاته ترسره شوه او شاوخوا څلور ساعته یې دوام وکړ.

په دغه ناسته کې تر ډېره خبرې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو پر خوندیتوب راټولې وې. دواړو غاړو دغه ژمنه یو ځلې بیا تازه کړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې به مبارزه غښتلې کوي او د پولې دواړه غاړې به د سولې او ټیکاو د راوستو لپاره هلې ځلې کوي.

د افغانستان او پاکستان لوی درستیزانو او په کابل کې د نړیوالو ځواکونو قومندان په دوه اړخیزو او درې اړخیزو همکاریو ټینګار کاوه.

په غونډه کې د افغانستان لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي له خپل پاکستاني سیال سره هغه اندیښنې شریکې کړې چې دوی یې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د امنیت په اړه لرلې.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي بی بي سي ته وویل پاکستاني لوري افغان هغه ته ډاد ورکړی چې د دویم پړاو د ټاکنو په خوندیتوب کې به له افغان پوځ سره خپله مرسته نه سپموي:

' په دغې غونډه کې پر دوه اړخیزو او درې اړخیزو همکاریو ټینګار وشو، د ډیورند د کرښې په دواړو غاړو کې د امنیت پر ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې او د ټاکنو د دویم پړاو پر امنیت خبرې راټولې وې، دا رنګه پاکستاني لوری ته د افغانستان هغه اندېښنې هم یادې شوې چې په سرحدي سیمو کې یې د نا امنۍ په اړه لري. د پاکستان لوی درستیز د تر هګرۍ پر وړاندې د خپل هېواد په مبارزې ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اړیکو په پرمختیا خبرې وکړې، په دغې غونډه کې دا هم وویل شوو چې په افغانستان کې سوله په پاکستان او ان په ټوله نړۍ کې د سولې له ټینګښت سره مرسته کوي'.

دغه ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې ښايي د روان زېږدیز کال تر پایه به بهرني ځواکونه له دغه هېواده وځي، په دې توګه پاکستان او ناټو دواړه غواړي چې د پاکستان په همکارۍ په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو مخه ډب کړي.

یو شمېر کارپوهان وايي که څه هم چې په تېر کې هم ورته ناستې شوي، خو د امنیت په ټینګښت او د پولې دواړو غاړو ته یې د اورپکو په پرځولو مثبت اغیز نه دی کړی.

دغه کتونکی تر ډېره پر پاکستاني لوري تور پورې کوي چې افغانستان سره پخپلو ژمنو کې ریښتینی نه دی، په تېرو څو وروستیو کلونو کې افغان حکومت هم وخت نا وخته پر پاکستان تور پورې کړی چې ګواکې اورپکي هلته له روزنې وروسته افغانستان ته لېږل کېږي، خو دغه تورونه هره پلا د پاکستاني چارواکو له خوا په کلکه رد شوي دي.

ورته مطالب