خصوصي سکتور صنعتي پارک جوړوي

Image caption صنعتي ښارکوټي لپاره ځانګړې شوې ځمکه د ځمکو ادارې له خوا ورکړل شوې ده.

افغانستان کې لومړي ځل د خصوصي سکتورله خوا صنعتي پارک جوړیږي.

دغه پارک د نوي کابل ښار په سیمه کې چې په ده سبز ولسوالۍ کې موقعیت لري جوړیږي.

چارواکي هڅه کوي خصوصي سکتور ته په هغو لویو پروژو کې ونډه ورکړي چې حکومت یې د مالي تمویل توان لري.

له کابله سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې کاږي، چې د دغه صنعتي ښارګوټي د جوړولو هوکړه لیک د صنایع سبز په نوم د شرکت د رییس او ښارجوړلو وزارت د مرستیال وزیر ترمنځ لاسلیک شو.

د نوي کابل ښار په سیمه کې دغه صنعتي ښارګوټی په ۶۶۱ جریبمه ځمکه کې جوړیږي چې د ۳۱۶ فابریکو لپاره به ځای ولري.

افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې مشر وفي الله افتخار وايي حکومت هڅه کوي په لویو پروژو کې خصوصي سکتور ته ځای ورکړي، چې هغه تشه ډکه شي چې د حکومت د مالي امکاناتو د کموالي له امله رامنځته شوې ده.

د ښارجوړولو مرستیال وزیر حاجي اکبر احمدي وویل نوي صنعتي ښارکوټي لپاره ځانګړې شوې ځمکه د افغانستان د ځمکو ادارې له خوا د صنایع سبز شرکت په واک کې ورکړل شوې ده. دغه شرکت به د شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالرو په مالي لګښت دغه ښارګوټي جوړوي او بیا به یې صنعتکارانو ته ویشي.

د افغانستان دسوداګرۍ خونې چارواکي وايي په دغه ښارګوټي کې به ښه خدمات او ښې اسانتیاوې برابریږي، نو له همدې امله به یې بیه له دولتي ښارګوټو لوړه وي.

دا دویم خصوصي شرکت دی چې د هغو پروژو پلي کولو ته وږه ورکوي چې د معمول له مخې یې دولتي ادارې پلي کولې. څو ورځې وړاندې د بادې برېښنا د تولید لپاره هم له یوه خصوصي شرکت سره تړون لاسلیک شو.

ورته مطالب