' د نویو رایو کارتونو وېش ناشونی دی '

د انځور حقوق Getty
Image caption د ټاکنو دویم پړاو به د روان کال د غبرګولې په ۲۴ مه ترسره کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایې ځینو مدني ټولنو ور ته وړاندیزکړی و، چې د کارت ورکولو لړي دې یو ځل بیا پیل کړي خو کمېسیون وايي دا چاره ناشونې ده.

خو وايي هغه کسان چې کورونه یې اوبو وړي دي، د کارت ورکولو په اړه به یې غور وشي. دغه راز یاد کمېسیون زیاته کړه چې دوی به سیلاب ځپلو خلکو ته له سره د رایې اچوونې مرکزونه جوړ کړي.

له کابله وړانګه علیزۍ په خپل رپوړټ کې کاږي، چې د مدني ټولنو بنسټونو او د دغه ټولنو غړو ګڼ شمېر وړاندیزونه د ټاکنو د دویم پړاو د ښه ترسره کېدو لپاره دغه کمېسیون ته وړاندې کړي دي.

له دغو وړاندیزونو څخه یې یو هم د کارتونو د بیا ورکولو لړۍ وه.

د افغان مېرمنو د شبکې مشره حسینې ساپۍ د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غوښتنه وکړه چې هغو خلکو ته یو ځل بیا کارتونه ورکړي چې د سیلابونو له امله يې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د دویم پړاو لپاره د کارتونو د بیا وروکولو بهیر ناشونی ګڼي.

د دغه کمېسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل وایې، چې دوی به د سیلاب ځپلو مسله وڅېړي.

د مدني ټولنو یو بل وړاندیز د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته دا و، چې هغوې باید د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې د ټاکنو له مهالویش سره سمې ترسره کړي، چې په وینا یې پر دغې پروسې د خلکو باور ډېر شي.

دغه وړاندیز د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا ومنل شو.

د ټاکنو دویم پړاو به د روان کال د غبرګولې په ۲۴ چې د جون له ۲۵ سره سمون خوري د دوو مخکښو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ ترسره شي.

ورته مطالب