د رای ورکولو د تړل شویو مرکزونو د پرانیستلو هڅې

د انځور حقوق
Image caption عمر داودزي وویل، د ټولو ولایتونو امنیه قومندانان یې کابل ته د امنیت ټینګولو د څرنګوالي په اړه سمینار ته غوښتي وو.

د ټاکنیزو مبارزو له پیلېدو سره هم مهاله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ټاکنیزو منډو ترړو د امنیت ساتلو او د دویم پړاو ټاکنو د خوندیتوب خبره کوي.

په کابل کې د بي بي سي خبریاله ملائکه احمدزۍ، د ټاکنو امنیتي خوندیتوب په اړه د افغان ځواکونو د چمتووالي په اړه رپوټ را کوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د هوا تودېدل او د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو ډېرېدل په ځینو سیمو کې د ټاکنو د راتلونکي پړاو پروړاندې لوی ګواښونه وبلل.

نوموړي ډاډ وښود چې پولیس او نور امنیتي ځواکونه د ټاکنیزو مبارزو او د ټاکنیز بهیر امنیت ساتلو ته ژمن دي.

عمر داودزي وویل، د ټولو ولایتونو امنیه قومندانان یې کابل ته د امنیت ټینګولو د څرنګوالي په اړه سمینار ته غوښتي وو.

Image caption د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د هوا تودېدل او د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو ډېرېدل په ځینو سیمو کې د ټاکنو د راتلونکي پړاو پروړاندې لوی ګواښونه وبلل.

وړاندې د ولسمشرۍ دواړو مخکښو نوماندانو نیوکې کړې وې چې د پولیسو ځینې مشران په ټاکنو کې لاسوهنه کوي، خو ښاغلي داودزي وویل، په ولایتونو کې د پولیسو مشرانو ژمنه وکړه، چې د ټاکنو پرمهال به خپل بې پرېوالی وساتي او تر هغه ځایه چې پر دوی پورې اړه لري، د درغلیو او ټګبو برګیو مخه به ونیسي.

ښاغلی داودزي همدارنګه وویل، د ځینو رپوټونو پربنسټ په افغانستان کې د بهرنیو طالبانو شمېر هم ډېر شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وویل راتلونکې اونۍ به د امنیتي ځواکونو یو پلاوی په ولایتونو کې د رای ورکولو د مرکزونو د امنیت خوندي کولو د ارزونې په موخه ولایتونو ته ولاړ شي.

هغه دا هم وویل، په پام کې لري، د ښځینه رای ورکوونکو د امنیت خوندي کولو لپاره یوولس زره ښځینه رضاکارانې وګوماري، او تر روزنې وروسته یې د ټاکنو پر ورځ له خپل یوه محرم سره د رای ورکولو مرکزونو ته واستوي.

ورته مطالب