بدخشان کې طالبانو ته ۲۷ پولیس تسلیم شوي

د انځور حقوق
Image caption طالبان له دغو پولیسو سره د ځینو سپکو او درنو وسلو د نیولو ادعا هم کوي.

د افغانستان شمال ختيځ بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، ۲۷ افغان پولیس د طالبانو د عملیاتو پرمهال په یوه غار کې پټ شوي، چې بیا وروسته طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د بدخشان امنیه قومندان فضل الدین عیار بي بي سي ته وویل، دغه پولیس د تېرې چارشنبې په ورځ د طالبانو له خوا کلابند شوي وو، چې په پایله کې طالبانو ته واوښتول:

''زموږ ۲۷ تنه چې په یوې سمڅې کې محاصره وو، د سپین ږیرو او مشرانو په منځګړیتوب او ضمانت پرون له طالبانو سره یوځای شوي دي. د کوماندو او ځانګړو ځواکونو په ګډون د کورنیو او دفاع وزارتونو ځواکونه تیار دي چې دغه ولسوالۍ بېرته ونیسي''.

نوموړي وویل، اوس هلته ځانګړي او کوماندو ځواکونه هم استول شوي، چې یمګان ولسوالۍ د طالبانو له ولکې بېرته ونیسي.

عیار زیاته کړه، دوی یمګان ولسوالۍ ته نژدې ځانګړي ځواکونه ځای پرځای کړي، چې په وینا یې د ناسمې هوا له کبله اوس مخته سم نه شي تلی.

امنیه قومندان زیاتوي، په یمګان ولسوالۍ کې شاوخوا دوه درې سوه طالبان دي، چې په خبره یې دغه ولسوالي له جرم ولسوالۍ نژدې ۲۲ کیلومتره لیرې ده، چې مخکې یې لاره تړل شوې وه.

بل خوا، په شمال کې د ځانګړو ځواکونو قومندان جنرال شیرزاد بي بي سي ته وویل، تر اوسه معلومه نه ده، چې ایا دغو پولیسو ځانونه تري تم کړي او که له طالبانو سره یوځای شوي دي.

نوموړی وايي، د یمګان ولسوالۍ ودانۍ کې نه حکومتي کسان شته او نه هم طالبان، ځکه چې یوې خوا ته یې حکومتي ځواکونه دي او بل لور ته یې طالبان ګوته په ماشه ناست دي.

ښاغلی شیرزاد وايي، طالبان له خپلو نورو ملګرو سره اړیکي لري، او شاید هلته یې د ځان ټینګولو لپاره ډېرې وسلې هم وړې وي.

طالبان

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي، چې د ''خاصو تصفیوي عملیاتو پرمهال په یمګان کې ۲۷ پولیس ژوندي ونیول شول''.

طالبان وايي، دغه پولیس یې د ولسوالۍ د نیولو پرمهال په یوه غار کې د پټېډو پرمهال نیولي دي.

طالبان له دغو پولیسو سره د ځینو سپکو او درنو وسلو د نیولو ادعا هم کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې په نیول شویو کسانو کې د ولسوالۍ د استخباراتو مرستیال، د پولیسو قومندان او د محبس مشر هم دي.

د بدخشان یمګان ولسوالۍ درې ورځې وړاندې طالبانو د یولړ عملیاتو پرمهال ونیوه، چې حکومت یې د بېرته نیولو لپاره نور ځواکونه واستول.

ورته مطالب