د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو کمپاین پیل شو

Image caption احمد ضیاء مسعود وايي، اشرف غني احمدزی د یوه نوي ملي دولت جوړولو لپاره ښې تګلارې لري

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو لپاره هلې ځلې نن پیل شوې.

دوو مخکښو نوماندانو نن (پنجشنبه/غبرګولی لومړۍ) خپلو سلګونو پلویانو ته د راتلونکو تګلارو په باب ویناوې وکړه.

زمزمه نیازۍ د نن ورځې د ټاکنیزو منډو ترړو په هلکه له کابله رپوټ راکوي.

دوه مخکښ نوماندان وروسته له یوې اونۍ بیا هم په شل ورځنيو ټاکنیزو منډو ترړو د دویم پړاو ټاکنو لپاره بوخت شول.

د لومړي پړاو ټاکنو پایلې شاوخوا یوه اونۍ مخکې اعلان شوې، چې تر راتلونکو دریو اونیو به دویم پړاو ټاکنې هم وشي.

د راتلونکو ټاکنو دوه مخکښ نوماندان وایي، بیا به هم خپلو پلویانو ته ویناوې کوي او خپلې راتلونکې تګلارې به روښانه کړي.

عبدالله عبدالله چې د لومړي پړاو مخکښ نوماند او تر ټولو ډیرې رایې یې ترلاسه کړې وې، خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل د افغانستان خلک د ټاکنو پر ولسواک بهیر باوري شول او په راتلونکې کې به هم په ټاکنو کې ونډه واخلي.

د ولسمشرۍ بل نوماند اشرف غني احمدزي هم د خپلو ټاکنیزو منډو تړو په پیل غونډه کې خپلو مینه والو ته وویل، چې تګلارې یې کره او معلومې دې او په خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې په دویم پړاو ټاکنو کې هم پراخه وڼده واخلي:

''زموږ تګلاره کره او معلومه ده دا زموږ ملي منشور دی چې ۱۸۳ پاڼې لري په راتلونکو غونډو کې به په جزییاتو سره په بېلابېلو موضوګانو خبرې وکړو''.

د دویم پړاو ټاکنیزو منډو ترړو ترڅنګ، ځینو سیاسي څېرو هم له ولاړو نوماندانو سره خپل ملاتړ اعلان کړی.

په لومړي پړاو کې ولسمشرۍ ته د کاندید زلمي رسول لومړي مرستیال احمد ضیاء مسعود نن د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ، ښاغلی مسعود وايي، اشرف غني احمدزی د یوه نوي ملي دولت جوړولو لپاره ښې تګلارې لري:

د انځور حقوق AFP
Image caption د غبرګولي پر ۲۴ دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو ته اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله سیالي کوي.

''د اعتدال برابرۍ او جوړونې ټيم له یو لړ سلامشورو وروسته د خپل ټیم له غړو سره په پای کې په دې پریکړې هوکړه وکړه چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم له ټیم سره د یوه نوي ملي دولت جوړولو لپاره د ګډې همکارۍ او هلو ځلو لپاره کار وکړو''.

دواړو نوماندان په لومړي پړاو ټاکنو کې د ځینو امنیتي چارواکو په لاسوهنو اندېښنه ښوولې وه، خو دا ځل یې یادونه وکړه چې د درغلیو، لاسوهنو او د رای اچونې په بهیر به ټینګه څارنه کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دواړو نوماندانو غوښتي چې د دویم ځل ټاکنو لپاره هر نوماند کمیسیون ته ۲۵ زره څارونکي وروپېژني.

ورته مطالب