افغانستان د ګارډین ورځپاڼې راپور رد کړ

عمر داودزی د انځور حقوق
Image caption ښاغلی داودز وایي دا قضیه هغومره ستره نه ده چې ګارډین چې په خپل راپور کې ویلي او هغې ته یې سیاسي اړخ هم ورکړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ګارډین برتانوۍ ورځپاڼې هغه راپور رد کړ چې ګواکې افغان حکومت د افغان پولیسو د ځانګړي ځواک درې قوماندانانو دندې له بهرنیو ځواکونو سره د مرستې او د ناقانونه زنداني کولو په تور ځنډولې او د پوځي محاکمې په انتظار دي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي دغه کسان قوماندانان نه بلکې سرګروپان دي چې د سرغړونې په تور یې دوسیې تر څیړنې لاندې دي.

ګارډین ورځپاڼه په خپل راپور کې وايي چې باوري دولتي سرچینو ورته ویلي چې د افغان پولیسو د ځانګړو ځواکونو درې قوماندانان په ناقانونه د خلکو د زنداني کولو، د جومات د بې احترامۍ او له امریکايي او برتانوي ځواکونو سره د همکارۍ په تور یې دندې ځنډول شوي او د پوځي محاکمې انتظار باسي.

ګاردین زیاتوي له دغو قوماندانان د ولسمشر حامد کرزي په امر د څیړنو او د هغوی د محاکمه کولو امر شوی، چې له امله یې د کابینې یو شمیر مخالفت ښودلی خو د هغوی مخالفت هیڅ ځای نه دی نیولی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی وايي د پولیسو د ځانګړې ځواک له درې قوماندانانو نه بلکې له دوه سرګروپانو له اصولو د سرغړونې په تور پوښتنې ګرویګنې کیږي.

د انځور حقوق

''هغه څه چې ګارډین ویلي په هغه کې ډیره مبالغه شوې. په امنیتي ځواکونو کې دا یوه معمول خبره ده چې له طرز العمل او یا له قانونه په سرغړولو تورن کیږي، هیڅ افسر له قانونه پورته نه دی، افسر قانوني مراجعو ته ځي، لګول شوی تور ثابتیږي او یا برائت ورکول کیږي. موږ پر خپل عدلي نظام باور لرو. په دې اړه څیړنې کیږي که دوی سرغړونه کړې وي نو د پولیسو د ذاتي قانون او د پولیسو د دیسپلین د طرز العمل له مخې به ورسره چلند کیږي'' .

ښاغلی داودز وایي دا قضیه هغومره ستره نه ده چې ګارډین چې په خپل راپور کې ویلي او هغې ته یې سیاسي اړخ هم ورکړی دی.

ګارډین ورځپاڼه وايي دا قضیه په تیر اپریل میاشتې رامنځته شوې او زیاتوي چې له دغې نیټې راهیسې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو ټول عملیات ځنډول شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزی له څو کلونو راهیسې د شپې پرمهال د عملیاتو او په ناقانونه توګه له زنداني کولو سره مخالفت ښودلې او همدا ډول کړنې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د اړیکو د خرابیدو یو لامل هم بلل کیږي.