د افغان فوټبال ملي لوبډلې گاډى ټکر شو

Image caption د لوبډلې يو شمېر غړي په پېښه کې ټپيان دي چې اوس روغتون ته لېږدول شوي دي.

له مالديپ نه رارسېدلي رپوټونه وايي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې يو شمېر غړي په ترافيکي پېښې کې ژوبل شوي دي.

د فوټبال ملي لوبډله له لاووس سره له لوبې وروسته، له لوبغالي بېرته ميلمستون ته په لاره وه چې د سپرلۍ گاډي يې له يوۀ بل گاډي سره ټکر وکړ.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون مشر کرام الدين کرام وايي په پېښه کې لوبغاړى مصطفى آزادزوى، او د لوبډلې روزونکى يوسف کارگر ټپيان شوي دي.

د ښاغلي کرام په وينا د ښاغلي آزادزوى پښه او د يوسف کارگر اوږه ژوبله شوې ده.

د ښاغلى کرام په وينا د مصطفى آزاد زوى د پښې ټپونه لږ د اندېښنې وړ دي او داکټران يې د حالت ارزونه کوي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې څو ساعته وړاندې د آسيا په چلېنج کپ سياليو کې، له گول پرته، لاووس سره لوبه مساوي کړه او په دې توگه يې نيمه پايلوبو ته لاره ومونده.

ټاکل شوې افغان ملي لوبډله د راتلونکې سې شنبې په ورځ د فلسطين له لوبډلې سره سيالۍ ته ووځي.

ورته مطالب