کندهار کې ځانمرګي د اتمې امنیتي حوزې مشر وواژه

Image caption چارواکي وايي د پولیسو پر مشر عبدالودود په بورقې کې یوه ځانمرګي برید وکړ.

د کندهار امنیتي چارواکي وایي چې په یوه ځانمرګي برید کې د دغه ولایت د اتمې امنیتي حوزې مشر عبدالودود جاجو ووژل شو.

پېښه نن یکشنبه غرمه مهال شاوخوا درې بجې د دغه ولایت د نهمې امنیتي حوزې اړوند د برېښنا کوټ په سیمه کې رامنځ ته شوه.

چارواکي وایي چې د پولیسو دغه مشر په خپل موټر کې یوازې و چې یو کس چې بورقه یې اغوستې وه ځانمرګې برید پرې وکړ.

د پولیسو ویاند ضیا درانی وایي چې د اتمې حوزې د پولیسو مشر عبدالودود جاجو د ژوړو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.

والو طالبانو د دغه برید مسولیت منلی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دا برید د دوی یوه ملګري ترسره کړ.

کندهار کې بریدونه

د روانې میاشتې په پیل کې د کندهار بولدک د لارې په اوږدو کې د دامان ولسوالۍ د منډي حصار په سيمه کې د یوه روغتیایي مرکز مخې ته په یوه ځانمرګي بريد ٤٣ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دغه برید کې پنځه ولسې وګړي ووژل شول.

یوه اوونۍ وړاندې پنځو بریدګرو د دغه ولایت د سرحدې ځواکونو پر یوې پوځې اډې برید وکړ چې د چارواکو په خبره له څو ساعته نښتې وروسته ټول بریدګړ ووژل شول.

د چارواکو وینا ده چې په دې برید کې دری افغان سرحدی پولیس هم ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو له اوږد ځنډ وروسته په کندهار ولایت کې خپل بریدونه ډېر کړي چې وروستې هغه یې د نن ورځې (د غبرګولي/جوزا څلورمه) ځانمرګی برید و چې د اتمې امنیتي حوزې مشر عبدالودود جاجو په کې ووژل شو.

ورته مطالب