اوباما: افغانستان کې خپله روانه جګړه پای ته رسوو

Image caption د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ولسمشر اوباما له ولسمشر کرزي غوښتنه کړې وه چې په بګرام کې ورسره وګوري خو دغه غوښتنه یې نه ده منل شوې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته د یوه ناڅاپي سفر پر مهال ژمنه کړې، چې په دغه هېواد کې به خپله روانه جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي په باګرام پوځي اډې کې امریکايي پوځیانو ته د خپلې وینا پر مهال وویل، چې د امریکا جګړه ییز ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

' په تاسې کې به د ډېرو لپاره دا په افغانستان کې د ګومارنې وروستی پړاو وي. او د روان کال تر پایه به د لېږد بهیر بشپړ شي. افغانان به د خپل امنیت مسولیت پر غاړه واخلي او زموږ جګړه ییز ماموریت به پای ته ورسيږي. په افغانستان کې به د امریکا جګړه په مسولانه ډول پای ته ورسيږي.'

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د افغانستان د راتلونکي ولسمشر لخوا له امریکا سره د امنیتي سند د لاسلیکېدو په صورت کې به امریکا له دغه هېواد سره خپله ژمنتیا روانه وساتي.

ښاغلي اوباما په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته لاړ او په بګرام کې یې امریکايي ځواکونو ته وینا وکړه.

ښاغلي اوباما خپله وینا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال ډانفورد او امریکا د سفیر جیمز کنینګهم نه په مننې پیل کړه.

ولسمشر بارک اوباما امریکايي ځواکونو ته په وینا کې وویل "زه د دې لپاره دلته راغلی یم چې له تاسو نه مننه وکړم."

هغه امریکايي ځواکونو ته وویل هغه پوځیان چې دلته په افغانستان کې ماموریت ترسره کوي ښايي په دې ښه پوه نه شي چې په امریکا کې څومره یادېږي.

ولسمشر اوباما وویل زه د همدې لپاره راغلی یم چې تاسو ته ووایم چې کله خبره ستاسو د ملاتړ شي نو ټول امریکایان ستاسو او ستاسو د کورنیو ملاتړ کوي.

ولسمشر اوباما وویل دا د امریکايي ځواکونو لپاره د ویاړ خبره ده چې په لومړي ځل افغان امنیتي ځواکونو چې په خبره یې امریکايي ځواکونو روزلي دي د خپل امنیت ساتلو واګي په خپلو لاسونو کې واخیستې.

هغه وویل زموږ جګړه ییز ماموریت به د روان کال تر پایه پای ته ورسېږي او د ملاتړ په ماموریت به بدل شي.

د امریکا ولسمشر په نیویارک کې د سپتمبر د یولسمې نیټې د ترهګرو بریدونو په یاد جوړ شوي موزیم یادونه وکړه او امریکايي پوځیانو ته یې وویل "تاسو په دې خاطر دلته راغلي یاست چې د سپتمبر د یولسمې نیټې په څیر د نورو ترهګرو بریدونو مخنیوی شوی وي."

ښاغلي اوباما افغانستان یو خطرناک ځای وباله امریکايي پوځیانو ته یې په خبرو کې وویل ستاسو د قربانیو او حضور له امله دلته ډېر پرمختګ شوی دی.

ولسمشر اوباما د بېلګې په توګه د افغانستان د ټاکنو لپاره د خلکو نوم لیکنه یاده او ویې ویل چې له ټولو ګواښونو سره سره افغانانو د رایې اچونې لپاره خپل نومونه ولیکل او رایې یې ورکړې.

افغانستان ته ولسمشر بارک اوباما په داسې حال کې سفر کوي چې په پام کې ده سبا (دوشنبه د غبرګولي په پنمځه) د هغو امریکايي پوځیانو یاد غونډه جوړه شي چې په افغانستان کې د ماموریت پرمهال وژل شوي دي.

ولسمشر بارک اوباما وویل سره له دې چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه به په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېږي خو امریکا به له افغانستان سره د افغان ځواکونو د روزنې او القاعده شبکې په ځپلو کې همکاره پاتې شي.

امریکا غواړي چې خپل یو شمېر پوځیان په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په موخه له ۲۰۱۴ کال وروسته هم پرېږدي خو دا د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک کېدو پورې اړه لري.

ولسمشر حامد کرزي تر اوسه د یو لړ دلایلو له امله د دې تړون له لاسلیکولو ډډه کړې.

ولسمشر بارک اوباما وویل هیله من دی چې دا تړون د افغانستان له نوي ولسمشر سره لاسلیک کړي او په دې توګه له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

له کرزي سره لیدنه

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته په خپل سفر کې له افغان ولسمشر حامد کرزي نه غوښتنه کړې، چې د ملاقات لپاره د باګرام پوځي اډې ته ورشي.

د ولسمشر کرزي د دفتر مشر عبدالکریم خرم په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف ته ویلي، چې په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې ولسمشرۍ ماڼې ته خبر ورکړی و چې ولسمشر اوباما غواړي له ولسمشر کرزي سره په باګرام پوځي اډه کې وګوري.

خو ښاغلی خرم وايي چې ولسمشر کرزي يې دغه غوښتنه نه ده منلې.

د نوموړي په وینا، ولسمشر کرزي ویلي که ښاغلی اوباما ارګ ته ورشي، د مېلمه په ډول به یې ښه هرکلی وکړي.

د ولسمشر کرزي د دفتر مشر، دا ونه ویل چې ولې ښاغلي اوباما غوښتل له ولسمشر کرزي سره په بګرام هوايي اډه کې وګوري؟

بګرام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه اډه ده.

ټاکل شوې ولسمشر کرزی د دوشنبې په ورځ (غبرګولي پنځمه) هندوستان ته ولاړ شي چې د نوي لومړي وزیر نریندرا مودي د لُوړې په مراسمو کې برخه واخلي.

ورته مطالب